د نبی کریم زغم او د نورو احساساتو د هغه پام
پوښتنه
نبی کریمﷺ د نورو د احساساتو څنګه پام کاوه؟
ځواب
له نورو سره د مسلمانانو چلند د زغم، ګډ ژوند او نورو ته د درناوي پر بنسټ جوړ دی. لکه څنګه چې سپیڅلي شریعت مسلمانانو ته د هغو کسانو سره چې په دین یا عقیده ورسره مخالف وي د صداقت، رحم، عدالت او احسان په چلند امر کړی. او خدای تعالی فرمايي: ﴿لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾[الممتحنة:8]، ژباړه:«الله تاسو له دې څخه نه منع كوي چي له هغو كسانو سره د نېکۍ او عدل چلند وکړئ چي د دين په باب يې ستاسو سره جګړ نده کړې او تاسو یې له خپلو كورونو څخه نه ياست ايستلي. الله عدل كوونكي خوښوي». او ټولو د اسلام تر چتر لاندې ژوند کاوه او مسلمانانو د دوی د عقایدو، دودونو او عرفونو درناوی کاوه.
او د رسول الله ﷺ زغم او مهربانی دومره حد رسيدلې وه چې مسلمانان یې د مرګ وروسته د مشرکانو ته ښکنځلو څخه منع کړي وه، د هغوی د اولادونو د درناوی او د هغوي احساساتو ته د پام په بار. لکه څنګه صحابه کرامو ته یې په وینا کې راغلي:«عکرمه بن ابي جهل تاسو ته د مؤمن او مهاجر په توګه راځي، نو د هغه پلار مه ښکنځئ. ځکه مړي ته بد ویل ژوندیو ته ضرر رسوي او مړي ته كوم ضرر نه رسیږی» واقدي په"المغازي" روایت کړی
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
