د جنازي سره تلل او خاورو ته سپارل
پوښتنه
د جنازی سره تلل او خارو ته د سپارلو حکم څه دی، او عمومی مستحبات او آداب یي څه دي؟
ځواب
شریعت د جنازې سره تللو او خارو ته سپارلو کې برخه اخیستو ته هڅونه کړې، او دا د جمهورو فقهاءو په نزد د مستحبو سنتو څخه ده، او جنازي سره تګ د یو مسلمان په خپل ورور حق دی.
د جنازي په مراسمو کې لاندې امور اړین دي:
په مړي جنازی لمونځ کول، د هغه د جنازي انتقال، او هغې سره تر دفن ملتیا کول.
او قبر ته یې په انتقال کې تلوار او هڅه کول.
د خشوع ساتنه.
د فریاد او چیغو نه کول.
او د خاک سپارۍ مراسمو کې دنیوي خبرې نه کول.
د مړي په قبر دریدل او هغه ته بښه غوښتل او د رحمت او تثبیت دعا ورته کول مستحب دي.
او څوک چې دا ټول امور پوره کړي لوی ثواب او عظیم اجر به ترلاسه کړي.
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
