د مړي د شرعي دفن کولو یا خښولو طریق...

Egypt's Dar Al-Ifta

د مړي د شرعي دفن کولو یا خښولو طریقه

پوښتنه

موږ د ۲۰۱۰ میلادي کال د (۱۱۴) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې غواړي پوه شي چې د مړي د دفن یا خښولو شرعي طریقه څه ده ؟

ځواب

    د شرعي شریفی دا فیصله ده چې په ځمکه کې د مړي خښول د انسان لپاره تکریم او عزت دي ؛ او دلیل یې د الله (ﷻ) دا قول دي چې وايی :

    ((أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا (25) أَحْيَاءً وَأَمْوَاتًا))[ المرسلات : ۲۵ ، ۲۶]

    مانا او تفسیر : ایا موږ دا ځمکه نده ګرځولې ضم کونکې او جمعه کونې د ژوندیو لپاره ( د هغې په سر باندې) او د مړیو لپاره ( د هغې په منځ کې).

    دا د اسلام له ارشاداتواو لارښونو څخه دي چې مړی باید فورا دفن او خاورو ته و سپارل شي ، او مسلمانانو په دې باندې اجماع کړې ده چې د مړي دفن کول د هغه د بدن پټول کفايي فرض دي ، چې کله د مسلمانانو یوه ډله دا کار تر سره کړي نو له نورو ټولو یې فرضیت ساقطېږي .
    د مړي د دفن په کیفیت او طریقه کې مسنونه طریقه دا ده چې کله یې قبر ته ور کوز کړي نو په ښي لوري دې کیښول شي او مخ یې د قبلې لوري ته برابر کړی شي ، او دا خبره د څلورو واړو امامانو په رایه سره ، نو بنا پر دې سره له دې پرته په بله طریقه سره یې کیښودل حرام دي : دا سې چې پښې یې قبلې ته مخامخ را شي ، لکه چې په اوس زمانه کې په ځینو هیوادونو کې دا کار مشهور دی .
    مړي باید چې قبر ته مخامخ هغه شان ور کوز شي څرنګه چې باید هلته کېښودل شي یعنې مخامخ قبلې ته په ښي اړخ باندې کېښودل شي ، بې له دې چې په قبر کې یوې خوا او بلې خوا ته تاو او را تاو شي ، او دا پروا نه لري چې قبر دې په خاورو باندې پټ شي او یا په رېګ ؛ ځکه چې دواړه جواز لري .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas