د کرايې کور د میراث په مال کې را ځي او که نه ؟
پوښتنه
یو سړي پوښتنه کوي چې د هغه مور په یوه کرايي کور کې اوسېدله ، او نوموړی او د هغه مېرمن او اولادونه یې ټول له خپلې مور سره د هغې له وفات نه دیارلس کاله مخکې په همدې کور کې اوسېدل ، اوس هغه پوښتنه کوي چې : ایا دا کور دما له مور ه ما ته میراث بلل کېږي او که نه ؟
ځواب
د کرایې کور (1) په میراث نه وړل کېږي ، او نه هم د مړي نه د میراث په مالونو کې شمېرل کېږي ؛ځکه چې میراث هغه شي ته ویل کېږي چې د مړي په ملک کې وي ، او په کرایه سره ملکیت نه را مینځ ته کېږي ، بلکې یواځې له هغه نه نفعه یاګټه اخیستل او استعمالول د ده په ملکیت کې ګرځې ؛ ځکه چې نوموړی کور خپل مالک لري ،خو حاکم یا امیر دا حق لري چې مباح څیزونه مقید و ګرځوي ، او دا ډول کرایه له هغو مباحاتو څخه ده چې د وخت حاکم مقیده ګرځولې ده (په مصر کی) او منفعت یې د کرایدار له مرګ نه وروسته هغه چا ته ور انتقالېږي چې له کرایه کونکي سره د هغه له مرګ نه مخکې په همدې کور کې لږترلږه یوکال اوسېدلی وي .
والله سبحانه وتعالی أعلم
---------------------------------
(1) دلته له کرایه کور څخه یو ډول خاصه کرایه مراد ده چې پخوا په مصر کې موجود ه وه، او هغه دا چې د کور مالک له کرایه دار سره مواقفه کوي چې ما ته به د مثال په توګه د دې کور په مقابل کې یو لک پونډونه نغدې را کوي او بیا به میاشتنۍ کرایه مثلا لس پونډه وي ، اوس کرایدار په دې کور کې د تل لپاره اوسېدلی شي او که مړ شي د هغه ورثه به پکې اوسېږي تر هغو پورې چې دا کور چپه شوی نه وي ، خو که نوموړی کور و غورځېږي نو بیا کرایه دار حق نه لري چې بیر ته یې جوړ کړي بلکې په دې صورت کې د کور اصلي مخاوند ته ور ګرځې
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
