ایا دویم مېړه د هغې لور لپاره چې له لمړني مېړه څخه پیدا شوې ده محرم بلل کېږي ؟
پوښتنه
له لمړي ځل واده نه مې یوه لور پیدا شوه چې بیا خاوند طلاقه کړم ، پنځلس کاله وروسته مې بیا بل مېړه و کړ او له دویم خاوند نه مې یو زوی او یوه لور پیدا شول .
هیله لرم چې په دې اړه معلومات را کړي چې ایا زما اوسنی مېړه زما د لومړني مېړه نه پیدا شوي لور لپاره محرم بلل کېږي او که نه ؟
ځواب
په دې اړه د محمدي سپېڅلي شریعت حکم دا سې دی چې د حرمت مصاهرې له وجې په سړي باندې د خپلې هغې مېرمنې چې ور سره یې جماع یا کور والی کړی وي لورانې د تل لپاره په درې واړو حالاتو کې حرامې ګرځي ، هغه درې حالات په دې توګه دي چې دا مېرمن د هغه په نکاح کې پاته وي او یا یې طلاقه کړې وي او یا هم مړه شوې وي ؛ په دې اړه دلیل د الله ﷻ دا قول دی چې وا یي :
((وَرَبَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ مِنْ نِسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُمْ بِهِنَّ))[النساء : ۲۳]
مانا او تفسیر : او (په تاسې حرامې کړي شوې دي ) ستاسو هغه پرکټۍ چې ستاسو په کوټو کې اوسېږي چې ستاسو له هغو مېرمنو څخه دي چې تاسو له هغو سره جماع یا کور والی کړي وي .
په آیت شریف کې الربیبة را غلې ده هغه د مېرمنې هغې لور ته ویل کېږي چې له مخکېني مېړه څخه یې پیدا شوې وي ، بل دا چې په نوموړي ایت کې چې (اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ) ترجمه : هغه چې ستاسو په کوټوکې او سېږي . د مور د مېړه په کور کې او سېدل د حرمت لپاره شرط نه دی ؛ ځکه چې عالمانو ویلي دي چې : دا صفت چې اللاتي في حجورکم اخراجې قید نه ده بلکې دا قید ده لپاره د بیان د غالب واقع کېدونکي حالت ؛ په دې مانا چې په اکثرو حالاتو کې پرکټۍ له خپلې مور سره د هغې د بل مېړه په کور کې اوسېږي او تربیه کېږي ، آن تر دې چې که دا پرکټۍ د هغه په کور کې و هم نه اوسېږي بیا هم هغه ده ته د تل لپاره حرامه ده .
د نوموړې پوښتنې په اړه له پورتني بیان څخه دا سې را څرګنده شوه چې : ستا اوسنی مېړه یا خاوند ستا د هغې لور لپاره چې له اولني مېړه څخه پیدا شوې ده د تل لپاره حرام او ناروا ده چې په هیڅ صورت کې نه شوي کولي چې له هغې سره واده و کړي .
والله سبحانه وتعالی أعلم
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
