په روژه کې د سبا را ختلو او لمر لوې...

Egypt's Dar Al-Ifta

په روژه کې د سبا را ختلو او لمر لوېدلو په اړه د خطاکېدلویا تیروتنی حکم

پوښتنه

ize: 12pt">ښاغلي / هـ . م . ا . پوښتنه کوي چې :

که څوک په دې ګمان څه خوري یا څکې چې تر اوسه نده سبا شوي او یا هم په دې ګمان چې لمر لوېدلی دی او ماښام شوی دی نو د روژې په اړه یې شرعي حکم څه دی ؟

ځواب

څوک چې له سباکیدلو مخکې یا له لمر لوېدلو مخکې په دې ګمان څه و خوري چې سبا شوی دی او یا ماښام شوی دی او بیا وروسته ور ته څرګنده شوه چې دې په دې ګمان کې تیروتۍ   نو د نوددغه روژې قضايي په هغه باندې واجب ګرځي او دا د جمهورو فقهاو مذهب او رایه ده ؛ ځکه هغه ظن یا ګمان چې خطاء یې ثابته شي په شریعت کې هیڅ اعتبار نه لري .

امام بیهقي په سنن کبرا کې له شعیب بن عمرو بن سلیم انصاري رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې هغه ویلي دي :
(افطرنا مع صهيب الحبر (1) انا وابي في شهر رمضان في يوم غيم وطش فبينا نحن نتعشى إذ طلعت الشمس فقال صهيب طعمة الله اتموا صيامكم إلى الليل واقضوا يوما مكانه)
ژباړه : یوه ورځ په رمضان کې ما او پلار مې له صهیب الحبر سره روژه ماتی و کړ   د ورېځې او باران ورځ   وه  موږ په روژه ماتې اخته وو چې لمر را ښکاره شو ، بیا صهیب و ویل دا د الله له لورې یو خوراک و ؛ خپلې روژې تر ماښامه پورې و ساتي او بیا د دې پر ځای یوه ورځ قضايي را وړۍ .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas