د مېړه د وفات یا طلاق نه وروسته د م...

Egypt's Dar Al-Ifta

د مېړه د وفات یا طلاق نه وروسته د مېرمنې په رحم کې د غني شوې هګۍ ځای پر ځای کولو حکم

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د(۶۴۲) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې دار الافتاء ته را غلې او  مضمون یې په لاندې ډول دی :

لمړی : یوه سړي او د هغه ښځې د اولاد پیداکېدلو په نیت  د علاج په مرکز کې علاج شروع کړ او هغه داسې چې د طبیب په واسطه سره د خاوند له منیو نه ژوندی حیوان او د هغه دمېرمنې له رحم نه هغه د حمل نیولو وړه هګې را واخستل او بیا یې په طبي وسایلو سره نوموړی ژوندی حیوان هغې هګۍ ته ور دا خل کړ خو مخکې له دې چې دا هګۍبیر ته د ښځې رحم ته داخله شي خاوند یې هغې ته  طلاقه ور کړ ، اوس وروسته له طلاق نه دا ښځه غواړي چې نوموړې هګۍ بیر ته خپل رحم ته انتقال کړي .
دویم : یوه سړي او د هغه ښځې د اولاد پیداکېدلو په نیت د علاج په مرکز کې علاج شروع کړ ؛ او هغه داسې چې د طبیب په واسطه سره د خاوند له منیو نه ژوندی حیوان او د هغه دمېرمنې له رحم نه هغه د حمل نیولو وړه هګۍ را واخستل او بیا یې په طبي وسایلو سره نوموړی ژوندی حیوان هغې هګۍ ته ور دا خل کړ ، خو مخکې له دې چې دا هګۍبیر ته د ښځې په  رحم کې ځای پر ځای شي د هغې خاوند وفات  شو ، اوس دا ښځه غواړي چې نوموړې هګۍ په خپل رحم کې ځای پر ځای کړي .

په پورته دواړو مسئلو کې سوال کونکې د شرعي حکم د بیانولو غوښتنه کوي .

ځواب

د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې دا جواز نه لري چې د یوې ښځې په رحم کې د بل سړی له منوي حیوان نه غني شوې هګۍ ځای پر ځای شي ، برابره خبره ده چې که دا منوي حیوان د هغې د خاوند وي او یا هم کوم نامحرم سړي ، او برابره خبره ده چې که دا هګۍ د هغې د بنې (د خاوند د دویمې مېرمنې) وي او یا هم د پردۍ ښځې وي .

د(مجمع البحوث الإسلامية) یا اسلامي څیړنو مرکز د هغې لمړۍ شمېرې  فیصلې چې  د  ۲۹/۳/۲۰۰۱م تاریخ په غونډه کې صادره شوه له مخې د رحم (اولاد کېدلو ځای)  په کرایه ور کول مطلقا حرام او ناجایز و بلل شو .
همدا رنګه په نومړې غونډه کې دا پرېکړه هم  وشوه چې  د مېړه له وفات نه وروسته د هغه د مېرمنې په رحم کې د هغه د منیو اچول د محمدي غرا شریعت له مخې حرام دي ؛ ځکه چې د مېړه له مړینې وروسته د هغه له ښځې سره د زوجیت صله او  علاقه  د هغه په  مړینه سره له منځه ځي او قطع کېږي ، ځکه  په وفات د یو له طرفینو سره هر  یو   بل ته اجنبي یا نامحرم ګرځي . همدا راز د ( المنظمة الإسلامية للعلوم الطبیة ) یا د طبي علومو اسلامي سازمان کله چې د رحم د کرایه ور کولو په اړه په خپله یوه ځانګړې غونډه کې تر لازم بحث او څېړنې وروسته د غونډې ټولو معاصر فقهاء په اتفاق د رایو سره دا کار حرام او ناروا عمل و ګاڼه .
نو بنا په پورتني تحقیق او بیان د نوموړي سوال په اړه موږ داسې وا یو : هغه ښځه چې په باین طلاق سره طلاقه شوې وي هغې ته روا نده چې د خپل طلاق ورکونکي مېړه له منیو نه غني شوې خپله هګۍ په خپل رحم کې  ځای پر ځای کړي ؛ ځکه چې په باین یا درې ګوني طلاق سره د دوۍ دواړو تر منځ د ښځې او خاوند توب علاقه له منځه ځي او دواړه یو بل ته نامحرم ګرځي . خو !  که چېرې طلاق باین نه بلکې رجعي وي نو په دې صورت کې هغه د خپل همدغه مېړه له منیو نه خپله غني شوې هګۍ د هغه په موافقه سره  د عدت په موده کې په خپل رحم کې کېښودلی شي او دا کار  شرعا کوم ممانعت نه  لري  ځکه چې د عدت په موده کې د دوۍ دواړو تر منځ د زوجیت علاقه حکما موجوده ده .
همدا رنګه جایز نده چې ښځه د خپل مېړه له منیو نه خپله غني شوي هګۍ د هغه له مړینې نه وروسته په خپل رحم کې ځای پر ځای کړي ؛ ځکه چې د هغه په مړینې سره د زوجیت علاقه له منځه ځي .
د پورتنې بیان او وضاحت نه وروسته د نوموړې پوښتنې ځواب لوستونکو ته څرګندېږي .

والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas