د هغه قرض حکم چې دولت یې ځوانانو ته د پانګې اچونې لپاره ور کوي
پوښتنه
د دولت له لوري هغو ځوانانو ته چې د فراغت شهادتنامه و لري یوه اندازه پیسې په قرض د دې لپاره ور کوي چې د رسمي وظیفې په عوض کې خپلو ځانو نو ته په هغې سره یو کارو بار شروع کړي ، نو د اسلامي شریعت حکم په دې اړه څه دي او ځوانان څه و کړي که چېرې د هغوی لپاره دا یوازیني د مشغولیت او روزي لاس ته را وړلو لاره وي ؟
ځواب
هغه قرضونه چې دولت یې فارغو ځوانانو ته ور کوي د دې لپاره چې په هغې سره یوه تجارت یا کار و بار وکړي دا په حقیقت کې د دولت او ځوانانو تر منځ د مضاربت قرارداد بلل کېږي چې له مخې یې ځوانانو ته یوه اندازه پیسې ور کوي تر څو هغوی په دې پیسو سره پانګه وا چوي او و یې چلوي ، خو دا په هغه صورت کې چې دولت د کار و بار خاوند ته د نوموړي کار اساسي شیان و نه پېري یا خریداري نه کړي ، او که چېرې دا قرارداد عبارت له خریداري یا پېرلو نه وي دا سې چې دولت یو ثابت شي را نیسي او بیا یې د کار و بار مالک ته په قسطونو له اصلي قیمت نه په لوړ قیمت سره ور کوي نو دا بیا د مرابحې قرارداد بلل کېږي چې دا هم جایز دی او هیڅ ممانعت نه لري
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
