د شرعي ضرورت له مخی د حمل لیری کو...

Egypt's Dar Al-Ifta

د شرعي ضرورت له مخی د حمل لیری کول

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د (۲۰۰۳) میلادي کال د (۲۱۱۹) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

د ختیځ ترکستان خلکو ته چې په اوس وخت کې د چین یوه برخه ده  دچین د حکومت له لوري دا سې قانون ایښودل شوی چې دهقان (بزګر) یا نجار (تړکاڼ) کولی شي چې د نهو کلونو په موده کې یوازې درې اولادونه راوړی ، خو که چېرې هغوی له دې نه زیات ماشومان راوړی او یا هم درې ماشومان پرله پسې وي نو حکومت ته به لویه جرمانه او تاوان ورکوي ، او که دولتي مامور وي نو د شپږو کلونو په موده کې یوازې دوه ماشومان راوړلی شي ، او   الله () یوې کورنۍ ته دوه زامن ورکړی اواوس یې بیامېرمن دریم د دریم ځل لپاره په اولاد امیدواره شوه ، اوس نو حکومت دا حکم صادر کړی دی چې کې هغه دا ماشوم و نه لیری نه کړی  نو مور او پلار به دواړه له خپلو رسمي (دندو) لرې کېږي ، او اوس په حمل درې نیمې میاشتې تېرې شوې دي .

نو آیا دا جواز شته چې هغوي خپل حمل له منځه یوسي او یا دا چې حمل و ساتي او له خپلو وظیفو څخه لرې شي ؟ حال دا چې بل هیڅ داسې کار نشته چې دهغی له لیاری ځانونو ته روزي پیدا کړي .

ځواب

    که چېرې خبره همداسې وي لکه څرنګه چې په پوښتنه کې راغلې ده چې د چین حکومت دا فرمان صادر کړي  وي چې که اسقاط د جنین و نه شي نو دواړه به له خپلو دندو څخه لرې کېږي او حمل هم د دری نیمو میاشتو وي . او د هغوی لپاره همدا دندې یوازنۍ د رزق لاره وي نو موږ لاندې فتوا ورکوو :

شرعي ثابته قاعده داسې ده چې (الضرورات تبیح المحظورات )یعنې ضرورتونه ممنوعات روا کوي . نو که چېرې دوۍ دواړه د حمل له لامله د وظیفې پرېښودلو ته اړ کېږي او له دې تنخوا پرته بله د رزق لاره هم نه لري په دې حالت کې د حمل له منځه وړل مانع نه لري  او دلیل یې د قرآن کریم دا آیت دی چې :
((فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ))[البقرة : ۱۷۳]
مانا او تفسیر : نو هغه څوک چې(حرامو خوړلو ته ) مجبور شي ، حال دا چې ظالم او تیری کونکی نه وي  نو په هغه باندې ګناه نشته ، بېشکه چې الله () بښونکی او مهربان دی .
دا سره له دې چې حنفي مذهب دا جواز ور کړی دی چې له ۱۲۰ ورځو نه د کمې مودې حمل ضایع کول او غورځول پروا نه لري ؛ ځکه چې په دې موده کې لا په ماشوم کې روح نه وي اچول شوی ، ابن عابدین رحمه الله تعالی په خپله حاشيه کې داسې وایی : که ښځه یوه ټوټه د غوښې و غورځوي او د انساني خلقت بڼه نه وي ښکاره شوی ، او معتمدو قابلو یا دایه ګاونو دا شاهدي و ویله چې دا د بنیادم د جوړښت ابتدايي حالت دي که څه هم تصور یې باقي وي نو په دې وخت کې تاوان نه لازمېږي   .... بیا هغه وايي چې : که چېرې ځینې خلقت یې نه وي ښکاره شوی نو غورځول یې ګناه نه لري .
 

                        والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas