د ښځینه بېماریو طبیب ته د ښځو ور تل...

Egypt's Dar Al-Ifta

د ښځینه بېماریو طبیب ته د ښځو ور تللو حکم

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د ۲۰۰۸ میلادي کال د (۳۲۷) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

ایا ښځه کولی شي چې هغه نرینه طبیب ته د تداوي لپاره ور شي چې د ښځینه امراضو او تولید متخصص وي او یا دا چې باید ښځینه طبیبې ته  مراجعه وکړي ؟

ځواب

شرعي نص او شرعي حکم دا دی چې د اجنبي یا نامحرمې ښځې پرته له مخ او لاسونو څخه نور ټول بدن  عورت دی  چې باید پټ و ساتل شي، او ځینو علما و ېې قدمونه هم له عورت نه وېستلې دي ، نو نامحرمې یا پردۍ ښځې ته بې له شرعي ضرورته کتل حرام دي ، لکه طبیب ، قابله (دایه)او پېچکاري وهونکی چې دوی به هم له ضرورت نه زیات هغې ته نه ګوري ، که چېرې ناروغه ښځینه وه نو اصل دا دی چې طبیب هم باید د امکان په صورت کې ښځینه وي ؛ ځکه چې د همجنس نظر و همجنس ته اخف وي ، او که چېرې ښځینه طبیبه وجود وه نه لري او ضرورت دې ته پیداشي چې یو اجنبي یا محرم طبیب د هغې معاینه و کړي نو پکار ده چې لمړي ښځه نور ټول بدن پټ کړي او یواځې هغه د مرض ځای لوڅ وو ساتي او طبیب یا ډاکتر ته هم پکار دي چې یوازې هماغه  ځای ته  د ضرورت په اندازه و ګوري او نور بدن ته له کتلو دې تر خپل امکان پورې پوره ډډه و کړي ، او همدا رنګه ښځه طبیبه هم بایدچې د بلې ښځې د ولادت یا بکارت  د پردې معلومولو په وخت کې چې د هغې مخصوصه اعضا و ته ګوري باید چې د ضرورت په اندازه و ګوري ؛ ځکه چې یو شی د ضرورت له وجې جایز شي نو باید چې د ضرورت په اندازه وي ، او اصل په دې مسئله کې د الله (ﷻ) هغه قول دې چې مومنانو سړیو ته امر کوي چې  :

((قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ))[النور :30]
مانا او تفسیر : (ای محمده !) نرینه  مومنانو ته و  وایه چې خپلې سترګې (نامحرمو ته له کتلو نه) کته واچوي او د خپلو فرجونو یا مخصوصو اندامونو حفاظت او ساتنه دې وکړي .
ا‍و همدا رنګه مومنانو ښځو ته امر کوي او وايي :
( وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ) [النور :3۱]
ژبـــــاړه : او مومنانو ښځو ته و وایه چې خپلې سترګې (له نامحرمو نه ) کته واچوي او د خپلو فرجونو یا مخصوصو اندامونو  حفاظت او ساتنه دې وکړي .
یعنې خپل مخصوصه اندامونه دا سې پټ و ساتۍ چې له تاسې پر ته ېې نور څوک وو نه ګوري . 
خو د ضرورت په حالت کې بیا یوه فقهي قاعده ده چې : (الضرورات تبیح المحظورات) یعنې ضرورتونه او حاجتونه هغه شیان مباح ګرځوي چې شرعا ممنوع وي ؛ د مثال په توګه د ضرورت په وخت کې د شرابوڅکل او میتې یا مړه حیوان د غوښې خوړل جایز دي ځکه چې د ضرورت حالات استثنايي احکام لري ، په قران کریم کې الله (ﷻ) و یلي دي :
( وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِى الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ) [الحج:۷۸]
ژبـــــاړه : او (الله) په تاسې باندې په دین کې څه مشقت ندې ګرځولی .
او بل آیت دی چې :
( لاَ يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا ) [البقرة :286]
ژبــــاړه :    الله (ﷻ) هیڅ نفس (په یو څه) نه مکلف کوي مګر د هغه د وس او طاقت
(په اندازه) .
او دلته مراد له ضرورت نه دا ندی چې هلاکت به متحقق او یقیني وي بلکې هغه حالت ته هم ضرورت ویل کېږي  چې هلاکت ته د ور لنډېدلو وېره وو لري لکه چې یو سړی په دې و ډار شي چې مریض به عاجز شي او یا به مرض ور باندې زیات شي او یا به په علاج کې اشتباه را منځ ته شي ؛ ځکه چې طبیعت او هدف د طب چې د انسان تر نفس او روح پورې تعلق  لري دا غوښتنه کوي چې باید د هغه په ساتنه کې له ډېر احتیاط او لوړې مبالغې څخه کار واخستل  شي کوم چې د هغه ساتنه د اسلام د سپېڅلي شریعت یو له خپلو پنځو عامه مقاصدو دی ؛ لکه څرنګه فقهي قاعده هم ده چې : (المشقة تجلب التیسیر )، مشقت اساني را جلبوي ، نو له همدې کبله  د شافعي فقهي علما وو او نورو دا سې تصریح کرې ده چې ماهر طبیب که څه هم مسلمان نه وي او یا همجنسه نه وي مطلقا له غیر ماهر نه مخکې دی ، او دا يي هم ویلي دي چې که دا سې طبیب پیدا شي چې مسلمان هم وي او همجنس هم وي خو له مزد مثل نه يي زیاتې پیسې غوښتلې نو په دې صورت کې هغه په معدوم یا نشته سره حسابېږي آن تر دې چې که یو کافر پیدا شي چې له مثل نه په کم مزد کار کوي او مسلمان په کم له مثل نه نه راضي کېده بیا هم مسلمان په معدوم حسابېږي او د هغه غیر مسلم طبیب په لاس درملنه جایزه ګرځي چې ښه ماهر او ښه پوهه و لري .
سره له دې چې د طبیب له لوري د درملنې په وخت کې د ښځې محرم او یا هغه څوک چې د هغهې لپاره د ډاډ وړ وي هرو مرو باید موجود وي .
نو بنا پر دې روا او جایز ده چې ښځه د نسايي او ولادي امراضو په اړه نرینه طبیب  ته په هغه صورت کې مراجعه وکړي چې هغې ته دا معلومه شي چې دا طبیب له نورو نه ماهر او پوه دي ؛ ځکه چې د ولادت حالت یو له ډېرو ضروري حالاتو نه بلل کېږي ؛ ځکه چې په ځینو حالتونو کې هغه ډېرو دقیقو عملیاتو ته اړتیا لري چې باید طبیب ښه ماهر وي تر څو د اومیدوارې ښځې او د هغې د ماشوم ژوند و ژغورل شي ځکه چې د ولادت یا زېږېدنې له وخت نه مخکې دا نه معلومېږي چې ایا دا ولادت به اسانه وي او یا دا چې دا ولادت به سخت وي چې د مېرمنې ژوند په خطر کې غور ځوي ، نو په دې صورت کې باید له ډېر احتیاط نه کار وا خستل شي تر څو د امیدوارې مېرمنې ژوند هم و ژغورل شي او د ولادت دنده هم په کامیاپي سره تر سره شي .

و الله سبحانه و تعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas