د سترګو په ګاټو کې د لېنز کارولو ح...

Egypt's Dar Al-Ifta

د سترګو په ګاټو کې د لېنز کارولو حکم

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د ۲۰۰۵ میلادي کال د (۲۹۷۳) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

هغه وړې   عدسې یا لینز چې د سترګو له ګاټو سره نښلول کېږي ایا شرعا یې د سړیو او ښځو   د نظر د جوړولو لپاره  استعمالول جواز لري او که نه ؟ د یادولو وړ خبره ده چې  دا لینز مختلف رنګونه لري چې کله کله د ستر ګو د ګاتود رنګ دبدلولولپاره هم کارول کیږي : نو ایا په دې سره د لینز استعمالونکی د لیدونکو په وړاندې په غرر یا دوکه او چل کې واقع کېږي او که نه ، او ایا دا په حکم د تغیر في خلق الله کې دا خلېږي او که نه ، او ایا دا  د نامحرمو په وړاندې د زینت ښکاره کولو په ګناه کې را ځي او که نه ؟

ځواب

 د دا ډول عدسې یا لینز استعمالول که د ستر ګو د نظر د تصحیح لپاره وي نو دا یو جایز او روا کار دی او کوم  شرعي مانع نه لري ؛ ـــ ځکه چې په د ې کار سره  : لیدونکی په غرر یا دوکه کې نه واقع کېږي  ؛ ځکه دا کار داسې دی لکه په رنجو سره د سترګو تورول چې د سترګو تورول د ظاهري زینت لپاره دي او جواز لري .

ــــ او په دې کې تغیر في خلق الله یا د الله (ﷻ) په  خلقت کې تغیر هم نه راځي ؛ ځکه دا داسې دی لکه د وېښتانو رنګول ، او د وېښتانو په رنګولو کې دا ډول محرم تغیر نه را ځي ، خو د وېښتانو او سترګو تر منځ فرق دا دی چې : سترګې په مخ کې دي او د مخ لوڅول شرعا جواز لري ، لېکین د وېښتانو لوڅول له مېړه او محرمو څخه پرته   د بل چا په وړاندې جواز نه لري ، او د سترګو او ویښتانو په منځ کې مشابهت یوازې د رنګولو په کار کې دی چې په وېښتانو کې یې لیدل د اجنبي یا نامحرم لپاره ناروا دي ، خو له دې سره سره دې ته د خدای جل جلاله د پیدایښت تغیرول نه ویل کېږي .
ــــ نو په دې سره په حرام او ناروا  زینت کې نه واقع کېږي ؛ لکه څرنګه چې پورته بیان شو .
         
والله سبحانه وتعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas