د فطر په صدقه کې د مال یا پیسو ور...

Egypt's Dar Al-Ifta

د فطر په صدقه کې د مال یا پیسو ورکولو حکم

پوښتنه

موږ د ۲۰۰۸ میلادي کال د (۱۴۴۰) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

    یوه خیریه مؤسسه چې په یوه ډېره غریبه او بې وځلی سیمه کې کار کوي چې د خلکو اړتیاوی هلته له حد څخه اوړېدلې دی ؛ نو خلک خوراکي توکو ، جامو او پیسو ته اړتیا لري تر څو د خپل ژوند بېلابېلی ورځني ستونځی حل کړي ، اوس کله چې د رمضان مبارکه میاشت را بره کېدونکې ده او د فطر د صدقې په اړه خلک په یو ډول ستونځه کې واقع شوي دي ؛ او هغه دا سې چې یوه ډله ځوانان د سیمیي د خلکو په منځ کې دا اوازې خپر وي چې کواکې د فطر په صدقه یا زکات کې د پیسو ور کول جواز نه لري بلکې یواځې غلې دانې به و باسې هسې چې په حدیث شریف کې اشاره ور ته شوې ده ، بکې دا ډله ځوانان د نوموړې مؤسسې په مسولینو باندې ډېرې نیوکې کوي او هغوی دې ته اړباسي چې په دا ټولو راټولو شویو پیسو باندې به غله اخلې او بیا به یې په خلکو ویشې ، نو په دې اړه شرعي حکم بیان کړي چې ایا د فطر په صدقه کې مال یا پیسې ور کول جواز لري او که نه ؟

ځواب

    د حنفي مذهب امامان او علماء دا رایه لري چې د فطر په صدقه کې واجب دا دی چې یا نیم صاع د غنمو او یاا وړو او یا (مېچن کړی شوي غنم) او یا ممیزو څخه او یا هم یو صاع د خرما او یا هم وربشو نه باید ادا کړی شي ، او دا چې د فطر د صدقې د وجوب په اړه کوم شرعي نص وارد شوی دی هغه دا سې دی چې دا د فطر صدقه به مطلق متقوم مال وي نه دا چې عین معینه به وي ، نو روا ده چې د دې صدقې ورکونکۍ د دې ټولو اصنافو په عوض کې د هغو قېمتونه یا دراهم ور کړي یا دینار یا پیسې ور کړي یا د سرو او سپینو لوښي او داسې نور شیان هم ور کولی شي .
    امام سرخسي رحمه الله په مبسوط دریم جلد ۱۰۷او ۱۰۸صفحه کې دا سې ویلي دي : که یې د غنمو د دانو په ځای د هغو قیمت ور کړ زموږ په مذهب باندې روا ده ؛ ځکه هدف دا ده چې غنی را منځ ته شي او غنی لکه څرنګه چې په غنمو سره را منځ ته کېږي همدا رنګه د هغو په قېمت سره هم را منځ ته کېږي ، او د امام شافعي رحمه الله تعالی په نزد قېمت ور کول ندې جایز ، او ددی خلاف اصل په زکات کې دی ، او ابو بکر الاعمش رحمه الله تعالی به ویل : د غنم ور کول غوره دي له دې نه چې د هغو قېمت ور کړل شي ؛ ځکه چې دا امر پر ځای کولو ته نږدې او له اختلاف د علما و نه لرې ده ، نو احتیاط هم په همدې کې دی ، او فقیه ابو جعفر رحمه الله تعالی به ویل : د قېمت ور کول غوره دي ؛ ځکه دا د فقیر لپاره ډېر ګټور دی ؛ ځکه چې فقیر به په پیسو باندې د خپلي اړتیا وړ ش څیزونه و اخلي ، او دا چې د غنمو او وربشو ذکر او تخصیص را غلی دی نو دا د دې لپاره چې په هغه وخت کې په مدینه منوره کې خرڅلاو په همدې سره مروج وو ، او دا چې زموږ په کلیو او هېوادونو کې اخیستل او خرڅلاو په پیسو سره تر سره کېږي او همدا پیسې غوره او معزز د مالونو بلل کېږي ، نو ادا کول د پیسو غوره دي اهــ .
    او همدا د یوې ډلې تابعینو مذهب او رایه هم ده ، او ډېری د باور وړ علماو په همدې باندې قول کړی دی یعنې همدا رایه یې خوښه کړې ده لکه : امام حسن البصري رحمه الله چې له هغه نه روایت شوی دی چې هغه ویلې دي : ٫٫پروا نه لري چې د فطر یا واړه اختر په صدقه کې دې دراهم یا پیسې ور کړل شي ٬٬ ، او زهیر له ابو اسحاق السبیعي رحمه الله تعالی نه روایت کوي او وايي چې : ما له ابو اسحاق څخه اورېدلي دي چې ویل به یې : ٫٫ ما دوۍ لیدل چې د فطر په صدقه کې به یې پیسې د ډوډۍ په قیمت سره ور کولې ٬٬ او عمر بن عبد العزیز رضي الله عنه ، وکیع روایت کوي چې قره رحمه الله تعالی به ویل : موږ ته د صدقة الفطر یا سر سایې په اړه د عمر بن عبد العزیز رحمه الله تعالی لیک را غی چې لیکي یې وو : ٫٫ د هر انسان سر سایه نیم صاع او یا هم د هغه قېمت نیم درهم ده ٬٬ دغه پورتنې آثار یا د تابعینو اقوال امام ابو بکر بن ابي شیبه په خپل کتاب المصنف کې په ۲ ج ۳۹۸ ص کې ذکر کړي دي ، او همدا د الثوري رحمه الله مذهب دی او په همدې باندې اسحاق بن راهویه او ابو ثور رحمهما الله تعالی قول کړی دی ، خو دې ورستیو د قیمت ور کول په ضرورت سره مقید کړي دي ، لکه څرنګه چې همدا خبره امام نووي رحمه الله تعالی په المجموع شرح المهذب ۶ج ۱۱۲ ص کې ذکر کړې ده ، او شیخ تقي الدین بن تیمیه الحنبلي هم د خلکو د حاجت او راجح مصلحت له وجې د قیمت ور کول جایز او روا بللي دي ؛ هغه په خپل کتاب مجموع الفتاوى : ۲۵ ج ۸۲ ،۸۳ ص کې د زکات ، کفارې او داسې نورو شیانو په اړه داسې لیکي : ظاهره خبره په دې اړه دا ده چې بې له حاجت او راجح مصلحت څخه د قېمت ورکول ممنوع دي .... لېکین د قېمت ور کول د حاجت یا مصلحت او یا عدالت لپاره که وي نو بیا پروا نه لري .
    او لکه څرنګه چې مرداوي په خپل کتاب الإنصاف ج ۳ ص ۱۸۲ کې را وړي دي چې خپله له امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالی نه هم د سرسایې په اړه د قېمت یا پیسو ورکولو جواز را نقل شوی دی .
    او هغه څه چې موږ یې د فتوا لپاره غوره او مختار بولو او د اسلام د سپېڅلي شریعت له مقاصدو سره ښه موافق او د خلکو له مصالحو سره مناسب بولو هغه دا ده چې د سرسایې یا کوچني اختر د صدقې په اړه د قیمت یا مال او پیسو ورکول مطلقا جواز لري ، چې همدا حنفي مذهب دې ، او هغوی په همدې باندې په ټولو زکاتونو ، کفارو ، نذرونو خراجونو او نور شیانو کې عمل کوي او په همدې باندې فتوا ور کوي ، او لکه څرنګه چې همدا د یوه ډله تابعینو مذهب هم دی چې مخکې یې بیان تېر شو .

    والله سبحانه وتعالی أعلم .

Share this:

Related Fatwas