د زدکړي پر مهال د سړیو او ښځو د یوځای ناستې حکم
پوښتنه
زه غواړم چې په دې اړه فتوا را کړۍ چې د نجونو او هلکانو تر منځ د یوځای تعلیم او زده کړې حکم څه دی او باید دا هم په پام کې و نیول شي چې د هلکانو او نجونو تر منځ نه یوازي دا چې یو ډول صنفي ملګرتیا او اړیکي وجود لري بلکې تر دې اخوا ډېر ځله دا اړیکي دمینې او محبت او دوستي مرحلې ته رسېږي :
ځواب
د نارینه او ښځینه و تر منځ په مدرسو او مکتبونو کې د ګډې یا یوځای زده کړې په اړه شرعا کوم مانع وجود نه لري تر هغو پورې چې د اسلامي آدابو او تعالیمو په حدودو او چوکاټ کې تر سره کېږي او هم باید ښځې په اسلامي حجاب کې وي پوښلې وي یعنې دا چې ښې سنګینې او آزادې جامې یې اغوستې وي او ډېرې نازکې او تنګې هم نه وي تر څو د بدن غړې یې له هغو نه ښکاره نه شي او په عین حال کې باید خپل نظرونه ټیټ و ساتي او نامحرمو سړیو ته له کتلو څخه ډډه وکړي او باید چې که هر څومره داسي شرایط او اسباب وجود و لري پکار ده چې ځان له هر ډول خلوت نه و ساتي او په دې شرط چې په لیدلو ، اورېدلو او احساساتو کې د الله (ﷻ) د محارمو پوره مراعات او پاملرنه و شي ، او همدا ډول سړی هم باید په دې مسئله کې خپل لوی مسئلویت ته پوره پاملرنه و کړي او ځان د الله (ﷻ) د دې قول مصداق و ګرځوي چې وایي :
والله سبحانه وتعالی أعلم
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
