پوښتنه
eight: 150%; font-size: 12pt">موږ د ۲۰۰۶ میلادي کال د (۱۱۱۳) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې چې د فکس له لارې را غلې ده او لاندې پوښتنه لري :
د ۲۰۰۶ میلادي کال د مارچ په شلمه نېټه چې د ۱۴۲۷ هجري قمري کال د صفر د میاشتي له شلمې سره سمون لري دلته په کویټ کې د (الرأي) په نوم مجلې د یوه دیني عالم چې پخوا د کویټ د پوهنتون د اسلامي شرعياتود پوهنځۍ رئیس هم پاته شوی دی ،یو مضمون یا مقاله نشر کړه چې په هغې کې د شرک په اړه له هغه نه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه داسې و ویل :
« د قبرونو نه د طواف په اړه ، د صوفیه و په شمول د اسلام ټول علما په دې متفق دي چې له قبرونو نه طواف کول او را تاوېدل شرعا هیڅ جواز نه لري ، خو د حرمت او کراهیت په اړه بیا د علماوو تر منځ اختلاف دی چې ځینې یې حرام او ځینې نور یې مکروه بولي ، او له ځینو د ګوتو په شمار کسانو نه چې علم ته یې نسبت کېږي پرته نور هیچا هم دې عمل ته شرک نه دي ویلي »
دې خبري یوه لویه لانجه را منځ ته کړي او د شرعياتود پوهنځۍ او ځینو نورو عالمانو له لوري په دې ډېرې مقالې و لیکل شوې ، او په دې خبره باندې یو لوی هجوم را منځ ته شو چې ځینو خو یې د پورته مقالې لیکونکي په دې تورن کړ چې د خلکو په منځ کې د شرک رواج او خورېدلو ته لمن وهي ، څرنګه چې تاسو زموږ په زړونو کې لوی مقام لري او ستاسو خبره موږ ته د منلو وړ ده نو موږ دا ښه و بلله چې تاسې په دې مسئله کې د الله (ﷻ) د حکم د بیان په اړه د حق کلمه و وایاست تر څو نوموړې نزاع او لانجې ته د پای ټکۍ کېښودل شي .
ځواب
موږ ته مخکې له دې چې په دې مسئله کې خبره و کړو او یا هم په دې اړه کومه فتوا صادره کړو پکار ده چې درې مهمې قاعدې بیان کړو او لوستونکو ته یې وړاندې کړو او هر څوک چې په دې مسئله او یا هم دې ته ورته مسائلو کې خبره کوي نو هغه ته لازمه ده چې د دې درې اصولو او یا قواعدو پوره مراعات و کړي :
لمړی قاعده :
له مسلمان نه چې کوم فعل صادرېږي باید په هغو وجوهاتو او طریقو باندې حمل شي چې د توحیدله اصل سره یې هیڅ ډول ټکر او تعارض را منځ ته نه شي ، او موږ دا حق نه لرو چې د هغه د دا راز فعل له کبله فورا هغه په شرک او یا کفر باندې تورن کړو ؛ ځکه چې د هغه اسلام د دې لپاره یوه قوي قرینه او دلیل دې چې موږ نه شو کولوی چې د هغه افعال په هغه څه سره حمل کړو چې د کفر تقاضا کوي ، دا یوه عامه قاعده ده او پکار ده چې ټول مسلمانان یې د خپلو مسلما نو وروڼو د افعالو په اړه عملي او په پام کې یې و نيسي ، او امام مالک رحمه الله چې د دار الهجرت امام بلل کېږي ، له دې څخه په خپله خبره کې دا سې تعبیر کوي :
(من صدر عنه ما یحتمل الکفر من تسعة وتسعین وجها ویحتمل الإيمان من وجه حمل أمره علی الإيمان ) ژباړه : که له یو مسلمان نه دا سې څه صادر شو چې نهه نوي په سلو کې د کفر احتمال لري او یوازې یو په سلو کې د ایمان احتمال لري نو د هغه امر به په ایمان سره حمل کولی شي یعنې مسلمان به بللی شي .
د دې لپاره موږ دوه بېلګې یا مثالونه وړاندې کو ، یو قولي او بل فعلي :
ـــ یو مسلمان دا عقیده لري چې حضرت عیسی علی نبینا وعلیه الصلاة والسلام مړي ژوندي کوي خو د الله (ﷻ) په اجازه سره ، او هغه په خپله دا کار نه شي کولي بلکې د الله (ﷻ) په قوت او قدرت سره دا کار تر سره کوي ، او یو نصراني هم دا عقیده لري چې حضرت عیسی علیه السلام مړي ژوندي کوي ، خو د نصراني بیا دا عقیده ده چې هغه دا کار په خپل ذاتي قدرت او قوت تر سره کوي ، او دا چې هغه الله دی او یا د الله زوی دي او یا هم یو فرد د آلهه و څخه دی لکه څرنګه چې هغوی عقیده لري . نو بنا پر دې که موږ له یوه موحد مسلمان نه دا واو رېدل چې ویل یې : زه دا عقیده لرم چې عیسی علیه السلام مړي ژوندي کوي ـــ او همدا خبره یوه نصراني هم و کړه ــــ نو پکار نه ده چې موږ دا ګمان و کړو چې دا مسلمان په دې کلمه سره نصراني شو ، بلکې موږ ته پکار ده چې هغه په یوه مناسبه او لایقه معنی سره حمل کړو ځکه چې د سړي نسبت اسلام او د توحید عقیدې ته کېږي .
ــــ مسلمان همدا رنګه دا عقیده لري چې عبادت له الله (ﷻ) پرته دبل هیچا لپاره جایز نده ، او مشرک دا عقیده لري چې غیر له الله (ﷻ) نه د بل چا عبادت هم روا ده ، نو که یو مسلمان مو و لیده چې د غیر الله لپاره له هغه نه یو دا سې څه صادر شول چې د عبادت احتمال لري ، نو واجب ده چې د هغه فعل په دا سې احتمال سره حمل کړو چې د یو مسلمان په صفت د هغه له اسلامي عقیدې سره سمون و لري ؛ ځکه چې کله یو کس ته د اسلام عقد او قرارداد په یقین سره ثابت شي هغه بیا په شک او احتمال سره له منځه نه ځي ؛ نو له همدې کبله کله چې معاذ بن جبل رضي الله عنه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته سجده وکړه هغه صلی الله علیه وآله وسلم له دې کار نه منع کړ ، خو د هغه دا عمل یې کفر یا شرک و نه باله ، او ښکاره خبره ده چې معاذ بن جبل رضي الله عنه ــــ چې تر ټول امت نه په حلالو او حرامو ښه پوهېده ــــ په دې پوه وو چې سجده عبادت دی او عبادت یوازې خدای (ﷻ) ته کېږي ، خو دا چې سجده که له یوه لوري د مسجودله د عبادت لپاره ده نو له بله لوري د یوې بلې وجې احتمال هم لري ، نو کله که له یوه مسلمان نه واقع شي جایز نده چې هغې ته دې عبادت و ویل شي او یا دې د کفر نسبت ور ته و شي ، حافظ ذهبي رحمه الله په دې اړه دا سې وایي (ألا تری الصحابة من فرط حبهم للنبي صلی الله علیه وآله وسلم قالوا : ألا نسجد لک قال : « لا ». فلو أذن لهم لسجدوا له سجود إجلال و توقیر لا سجود عبادة ، کما قد سجد إخوة یوسف علیه السلام لیوسف ، و کذلک القول في سجود المسلم لقبر النبي صلی الله علیه وآله وسلم علی سبیل التعظیم والتبجیل لا یکفر به اصلا ، بل یکون عاصیا ، فلیعرف ان هذا منهي عنه ، وکذلک الصلاة إلي القبر ) اهــ من معجم الشیوخ : ۵۶
ژبـــــاړه : ایا ته نه ګورې ! چې صحابه کرامو له نه نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره د ډېرې مینې او محبت له کبله هغه ته و ویل : ایا موږ تا ته سجده و نه کړو ؟ نبي کریم علیه الصلاة والسلام ور ته و ویل : نه . که چېرې خوږ نبي صلی الله علیه وسلم هغو ته اجازه کړې وی نو هغوی به نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د تعظیم او وقار سجده کړې وه نه د عبادت ، لکه څرنګه چې د حضرت یوسف علیه السلام وروڼو هغه ته همدا ډول سجده وکړه ، همدا خبره د هغه مسلمان په باره کې هم ده چې د نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم قبر ته د احترام او تعظیم سجده وکړي چې هیڅ کله په دې سره نه کافر کېږي ، البته باید خلک په دې و پوهول شي چې دا کار په اسلام کې جواز نه لري او مرتکب یې ګنهګار بلل کېږي ، او همدا حکم د هغه چا په اړه هم ده چې د قبر لوري ته لمونځ کوي . پای ، له معجم الشیوخ ۵۶صفحې نه .
د پور ته یادې شوې قاعدې نه مخالفت د خوارجو مسلک او لاره ده ؛ ځکه چې په دې اړه ابن عمر رضي الله عنهما دا سې وضاحت کوي چې همدا د هغوی د ګمراهي مدخل دی هغه وایي :
(وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ وَقَالَ إِنَّهُمُ انْطَلَقُوا إِلَى آيَاتٍ نَزَلَتْ فِى الْكُفَّارِ فَجَعَلُوهَا عَلَى الْمُؤْمِنِين) ([1])
ژبـــــاړه : خوارج د قران کریم هغه آیاتونه چې د کافرانو په باره کې نازل شوي را اخلي او په مسلمانانو یې تطبیقوي .
دویمه قاعه :
یو شرک دی او یوه وسیله ده او د دې دواړو تر منځ ډېر لوی توپیر او پراخه ساحه موجوده ده ؛ وسلیه هغه څه ده چې شرعا په هغې سره امر شوی دی ، الله (ﷻ) په قران عظیم الشان کې دا سې ویلي دي :
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الوَسِيلَةَ وَجَاهِدُوا فِى سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ))[المائدة :35]
مانا او تفسیر : أي مومنانو ! له الله (ﷻ) نه و وېرېږۍ او هغه ته د تقرب لپاره (په نیکو اعمالو سره) وسیله و لټوۍ او د هغه په لاره کې جهاد و کړۍ د دې لپاره چې تاسې بریالي شۍ .
او بیا الله (ﷻ) د هغو کسانو صفت کوي چې هغه ته خپله دعا وسیله کوي :
(( أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا)) [الإسراء :57]
مانا او تفسیر : هغه کسان (چې کافران یې په خدایي سره ) نیسې ، هغوی خپله خپل رب ته (د تقرب ) وسیله لټوي ، چې کوم یو له دوۍ نه ډېر نږدې دی ، او دوۍ د هغه (ﷻ) د رحمت تمه لري او له عذاب نه یې وېرېږي ؛ بېشکه چې ستا د پروردګار (ﷻ)له عذاب نه وېره پکار ده .
وسیله په لغت کې : مقام ، مرتبه ، وصلت او تقرب ته ویل کېږي ؛ نو مانا به یې دا سې شي چې : په ټولو هغه څه سره چې الله (ﷻ) روا کړي دي هغه (ﷻ) ته تقرب او نږدې کېدلو ته وسیله ویل کېږي ، چې په دې کې د ټولو هغو ځایونو ، وختونو ، اشخاصو او حالاتو تعظيم او احترام هم داخلېږي چې الله (ﷻ) یې عظمت بیان کړی دی ؛ د مثال په ډول هر مسلمان هڅه کوي چې په حرم شریف کې نمونځ و کړي او د نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم له قبر سره او د ملتزم په خواکې دعاګانې وکړي چې په دې کې د هغو اماکنو احترام او تعظیم را منځ ته کېږي چې الله (ﷻ) یې عظمت بیان کړی دی ، او هر مسلمان دا کوشش کوي چې لیلة القدر یا د قدر شپه پیدا او په هغې کې د الله (ﷻ) عبادت وکړي او همدارنګه د جمعې په ورځ د دعا د قبلېدلو د ساعت او دشپې په آخره دریمه برخه کې د دعا کولو هڅه چې دا هعه وختونه دې چې الله (ﷻ) تعظیم بیان کړی دی ، او دا چې مسلمان له انبیاو او صالحینو سره په مینه او محبت خپل ځان الله (ﷻ) ته نږدې کوي چې په دې سره د هغو اشخاصو تعظیم و شو چې الله (ﷻ) عظمت بیان کړی دی او همدارنګه مسلمانان د سفر او باران ورېدلو په حالاتو کې د دعا هڅه کوي چې په دې سره د حالتو تعظیم را منځ ته کېږي .... و داسې نور ، او دا ټول د الله (ﷻ) په دې قول کې داخل دې چې وا یي :
((ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى القُلُوبِ)) [الحج :32]
مانا او تفسیر : (حکم او امر)همدا دی (چې مخکې بیان شو) ، او هغه څوک چې د الله(ﷻ) د شعایرو (یا د دین د علاماتو) تعظیم او احترام و کړي نو بېشکه چې دا
د زړونو له تقوا او پرهېزګاري څخه دی .
او شرک بیا دې ته وایي چې د الله (ﷻ) له عبادتونو نه یوه اندازه غیر له الله نه بل چا ته په هغه طریقه سره و کړی شي چې یوازې الله (ﷻ) ته یې کول پکار دی ، آن که دا عبادت او بندګي الله (ﷻ) د تقرب او نږدې کېدلو په نیت هم تر سره شي بیا هم شرک بلل کېږي لکه څرنګه چې الله پاک موږ ته په دې اړه خبر را کوي او وایي :
((وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى))الزمر۳
مانا او تفسبر : او هغو کسانو چې پرته له هغه (ﷻ)څخه بوتان (په خدایي سره) نیولي دي (او دا وايي چې) موږ د دوۍ عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې هغوی موږ الله ته ور نیږدې کړي له جهته د مرتبې او مقام .
موږ و ویل چې ٫٫په هغه طریقه سره و کړی شي چې یوازې الله(ﷻ)ته یې کول پکار دی ٬٬
د دې لپاره چې ټول هغه عملونه د شرک له تعریف نه ووزي چې له عبادت سره په مسمی کې مخالفت و لري که څه هم په ظاهري اسم کې له عبادت سره موافق او برابر وي ؛ د بېلګې په توګه دعا کله کله د هغه چا لپاره عبادت بلل کېږي چې له هغه نه غوښتنه کېږي ، الله(ﷻ) وا یي :
((إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ إِنَاثًا))النساء :آیة۱۱۷
مانا او تفسیر : دوۍ (مشرکین ) له الله نه پرته بل څوک نه بولي مګر ښځینه (بوتان ) .
او په ځینې وخت کې بیا دُعا ته عبادت نه ویل کېږي لکه :
(( لاَ تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُم بَعْضًا)) [النور :63]
ژبــــــاړه : تاسې په خپل منځ کې رسول (الله) (صلی الله علیه وآله وسلم ) ته هغسې نعرې او اوازونه مه کوۍ لکه څرنګه یې چې په خپلو کې یو بل ته کوۍ .
همدا دُعا ځینې وخت د مسئول عنه لپاره عبادت وي لکه :
((وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِن فَضْلِهِ[النساء :32]))
ژبـــــاړه : او تاسې له الله (ﷻ) څخه د هغه د فضل او مهرباني غوښتنه و کړۍ
او ځینې وخت بیا عبادت نه بلل کېږي لکه :
((لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ [المعارج :25]))
ژبــــــاړه : لپاره د سوالګر او محروم (هغه کس چې سوال نه کوي)
همدا رنګه استعانت یا مرسته غوښتل کله کله مرسته کونکي ته د عبادت لپاره وي :
((إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ [الفاتحة :5]))
ژباړه : موږ یوازې ستا عبادت کوو او خاص له تا نه مرسته غواړو .
(( قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا [الأعراف:128]))
موسی (علیه السلام )خپل قوم ته و ویل له الله نه مرسته و غواړۍ او صبر و کړۍ .
او کله کله بیا د عبادت په مانا نه وي :
((وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاةِ[البقرة :45] ))
ژبـــــــاړه : او په صبر او نمانځه سره استعانت او مرسته و غواړۍ .
او محبت ځینې وخت د محبوب لپاره عبادت بلل کېږي او ځینې وخت بیا عبادت نه بلل کېږي کله څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم دواړه په دې حدیث کې جمع کړي دي :
« أَحِبُّوا اللَّهَ لِمَا يَغْذُوكُمْ مِنْ نِعَمِهِ وَأَحِبُّونِى بِحُبِّ اللَّهِ وَأَحِبُّوا أَهْلَ بَيْتِى لِحُبِّى »([2])
ژباړه : له الله سره د هغو نعمتونو له کبله مینه و کړۍ چې تاسې ته یې در کړي دي او له ما سره د الله (ﷻ) دمینې له کبله مینه وکړۍ او د ما له اهل بیتو سره زما د محبت له کبله مینه وکړۍ.
او دا سې نور ډېر مثالونه شته، نو شرک هغه ته ویل کېږي چې له الله نه پرته د بل چا دا سې تعظیم وکړل شي لکه څرنګه چې د الله (ﷻ) تعظیم او لویي کېږي لکه چې خپله الله(ﷻ) موږ ته په دې اړه خبر را کوي او وايي :
((فَلاَ تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ [البقرة :22] ))
ژبــــاړه : پس تاسې له الله (ﷻ) سره شریکان مه جوړ وۍ او حال دا چې تاسو پوهېږي (چې الله یو دی).
او په دې آیت شریف کې چې وا يي :
((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًا لِّلَّهِ)) [البقرة :165]
ژبــــــــــاړه : او ځینې له خلکو نه هغه څوک دي چې له الله (ﷻ) نه پرته یې نور خدایان
( د عبادت لپاره )نیولي دي ، له هغوی سره داسې مینه کوي لکه مینه له الله (ﷻ) سره ، او هغو کسانو چې ایمان را وړی له الله (ﷻ) سره سخته مینه لري .
په دې سره موږ ته دا خبره روښانه شوه چې وسیله او شرک دواړه یو له بل نه بېل او ښکاره توپیر لري ؛ ځکه چې په ٫٫ وسیله ٬٬ کې موږ د هغه څه تعظیم او احترام کوو چې الله(ﷻ) یې تعظیم بیان کړی دی ، په دې مانا سره چې دا تعظیم ده په الله سره او تعظیم په الله سره تعظیم د الله (ﷻ) بلل کېږي ، لکه څرنګه چې الله (ﷻ) وا يي :
((ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى القُلُوبِ)) [الحج :32]
مانا او تفسیر : (حکم او امر)همدا دی (چې مخکې بیان شو) ، او هغه څوک چې د الله(ﷻ) د (دین) د شعایرو یا علاماتو تعظیم او احترام و کړي نو بېشکه چې دا
د زړونو له تقوا او پرهېزګاري څخه دی .
او شرک بیا دې ته وا یي چې د الله (جلت عظمته ) له تعظیم سره او یا هم پرته له الله(ﷻ) د بل څه تعظیم وکړل شي ؛ نو له همدي کبله حضرت آدم علیه السلام ته د ملایکو سجده په الله جلت عظمته د وحدانیت له ایمان لرلو سره سره تر سره شوه او د مشرکانو سجده بتانو ته د کفر او له خدای جل جلاله سره د شریک جوړولو په حال کې تر سره کېدله سره له دې چې مسجود له په دواړو حالاتو کې مخلوق دی ، خو څرنګه چې آدم علیه السلام ته د ملایکو سجده د هغه تعظیم او احترام له کبله وه چې الله (ﷻ) د تعظیم کولو امر کړی وو نو دا یوه جایزه او روا وسیله وه چې فاعل ته په هغې سره اجر او ثواب هم ور کول کېږي ، او څرنګه چې د مشرکینو سجده بتانو ته په داسې تعظیم سره وه څرنګه چې الله (ﷻ) ته کېږي نو ناروا او مذمومه وه چې فاعل یې د جزا او عقاب لایق کرځي .
نو بنا پر همدې اصل او قاعدې چې د وسیلې او شرک تر منځ توپیر دی یوه ډله د علماوو وا يي چې قسم کول په هغه څه چې د اسلام سپېڅلي شریعت یي تعظیم کړی دی جایز او روا دی لکه قسم په رسول صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم ، اسلام او کعبه شریفه ، چې یو له هغوی نه امام احمد بن حنبل رحمه الله دی په یو له قولینو د هغه کې ؛ نوموړي امام داسې استدلال کوي چې رسول کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم د شهادت د کلمې رکن دی چې د شهادت کلمه پرته له هغه څخه نه تکمیلېږي ؛ ځکه چې په دې کې له الله سره د مثال او شریک جوړولو کومه وجه نشته بلکې د هغه تعظیم د الله د تعظیم له وجې ده نو پروانه لري که څوک په هغه قسم وکړي ، او دا ډله علماء هغه احادیث چې له الله نه پرته په بل څه د قسم کولو منعه په کې را غلې ده په هغه معنی سره اخلي چې که چېرې نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم داسې و بلل شي لکه الله (ﷻ) چې بیا نو په دې صورت کې له الله نه پرته په بل هیچا قسم کول جواز نه لري ، خو جمهور علما بیا د هغې ظاهري عامې نهې له وجې نه په دې نظر دي چې پرته له الله (ﷻ) څخه بل په هیچا قسم کول جواز نه لري .
د لمړنۍ ډلې علما وو رایې ته په ترجیح ور کولو کې ابن منذر رحمه الله تعالی دا سې وایي : « له الله(ﷻ) نه پرته په بل څه د قسم کولو په هکله د دین عالمان مختلفې راې لري ، یوه ډله وا يي چې دا منعه یوازي د جاهلیت د زمانې د هغو قسمونو په اړه ده چې هغوی به له الله نه پرته په نور شیانو د تعظیم له کبله کول لکه قسم په : لات ، عزی او د هغوی په پلرونو ، چې په دې ډول قسمونو سره سړي ګنهګارېږي او کفاره هم نه لري ، او هغه قسمونه چې تاویل یې بیر ته د الله(ﷻ) عظمت او لويي ته کېږي لکه : قسم په حق د رسول ، په اسلام ، په حج ، په عمره ، په هدی ، په صدقه ، په عتق او داسې نور دا ډول قَسَمونه چې مراد له دې نه د الله (ﷻ)عظمت او هغه ته د تقرب له کبله تر سره کېږي په نهې کې نه دا خلېږي ، همدا قول له ابو عبید رحمه الله تعالی نه هم را غلي او یوه ډله علماء چې موږ ورسره لیدلي دي ، او هغوی به دا دلیل ویل چې له صحابه کرامو نه دا سې ډېر واقعات را غلي دي چې هغوی به هغه چاته هم جواب ور کا وو چې په عتق ، هدي او صدقه به یې قسم کاوو سره له دې چې صحابه و ته دا نهیې معلومه وه ، نو دا په دې دلالت کوي چې دا نهې د هغوی په نزد عامه نه وه ؛ ځکه که چېرې نهې عامه وي نو بیا به یې دا خلک له دا ډول قسمونو نه منع کړي وو او جواب به یې هم نه ور کاو » . اهــ ([3])
نو که له دې وروسته د وسیلې د ځینو انواعو په اړه ا ختلاف را منځ ته شو لکه توسل په نیکانو او بزرګانو او یا د هغوی د قبرونو په خوا کې دعا کول او یا هم له یوه مسلمان نه په ځینو طریقو کې غلطي واقع شي لکه : له قبر نه طواف کول یا هغه لوري ته سجده کول ، نو موږ ته پکار نه دې چې دا ډول غلطیانې او یا دا خلاف د وسیلې له چوکاټ نه خارج کړو او په شرک او کفر کې یې داخل کړو ؛ ځکه که موږ دا کار و کړو نو ټول امور به مو یو له بل سره خلط کړي وي او د الله (ﷻ) له وجې تعظیم به مو له الله جلت عظمته سره تعظیم بللی وي ، او الله پاک وا يي :
﴿أَفَنَجْعَلُ المُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ * مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴾ [القلم : 35 و 36]
ژبــــــاړه : ایا نو موږ مسلمانا دا سې و ګرځو یا و بولو لکه مجرمان (کافران او ګنهګاران)(یعنې دا سې یې نه ګرځوم ) ؟ * په تاسې څه شوي دي ، دا څرنګه فیصله کوۍ ؟
دریم : دا عقیده چې دا شی سبب دې او دا عقیده چې دا شی خپله خالق او موثر دی چې دا دوه عقیدې په خپل منځ ګې لوی توپیر لري ، کټ مټ هغسې چې موږ یې مثال په لمړنۍ قاعده کې بیان کړ چې مسلمان دا عقیده لري چې حضرت عیسی علیه السلام د خلقت یا پیدایښت سبب دی خو د الله (ﷻ) په اجازه سره ، او د دې په مقابل کې یو عیسايي بیا دا عقیده لري چې عیسی علیه السلام په خپله دا کار کوي ، نو که موږ یو مسلمان و لیده چې له الله(ﷻ) پرته له بل چانه یې څه غوښتل ، یا یې له هغه نه مرسته غوښتله او یا یې له الله پرته له بل چا د نفعې او ضرر توقوع لره نو په دې وخت کې په موږ باندې دا لازمه ده چې د هغه دا کار په یو ډول سببیت غوښتنې سره حمل کړو نه دا چې په پیدایښت او موثریت سره ؛ ځکه موږ ټول په دې پوهېږو چې هر مسلمان دا عقیده لري چې نفع او ضرر بذاته یوازې د الله په لاس کې دي ، او دا چې ځینې مخلوقات نفع او ضرر رسولی شي خو د الله په اذن او اجازه سره ، نو اوس خبره دا ده چې دا صحيح ده چې دغه مخلوق یا هغه مخلوق د یوه شي د پیدایښت سبب ګرزېدلی شي .
کله چې دا درې اصول او قاعدې ثابتې شوې نو په موږ لازمه ده چې هر کله چې د قبرونو نه د طواف په اړه حکم او فیصله کوو پکار ده چې دا درې واړه قاعدې ښې په پام کې و نیسو ، اوکله چې موږ پوه شو چې موږ د مسلمانانو نه د صادرو شویو افعالو په اړه خبره کوو ، او دا چې مسلمانان د قبرونو او هدیرو زیارت په دې عقیده سره کوي چې دوۍ الله(ﷻ) ته په دې عمل سره تقرب حاصلوي او له الله نه د خپل اهل او اولادونو د خیر او صلاح غوښتنه کوي ، او دا مو هم زده کړل چې د قبرونو زیارت یو نیک کار دی چې مسلمان د هغې په وسیله سره ځان الله ته نږدې کوي ، او په دې هم پوه شو چې خبره یوازې په جواز او نه جواز د ځینو هغو افعالو کې ده چې له یوه مسلمان څخه صادرېږي ، او دا چې په ځینو افعالو د دوۍ کې د علما و تر منځ ا ختلاف دی او ځینې نور افعال د دوۍ بیا داسې دي چې محض غلطي بلل کېږي چې په هغې کې خلاف نشته ــــ چې کله موږ په دې ټولو پوه شو نو اوس دا له لمر نه هم روښانه ده چې د مسلمانانو په دا ډول افعالو باندې هیڅ کله هم د کفر او یا شرک حکم نه شي کېدلی که دا افعال لږ وي یا ډېر ، بلکې دا ټولې وسیلې دا سې دي چې په ځینو کې یې خلاف دی او په خینو نورو کې بیا له خلکو نه خطا او غلطي واقع شوې ده چې په واقعیت کې هیڅ موجب د کفر نه ګرځي خصوصا د هغه چا په اړه چې مسلماني یې په قطعي توګه ثابته وي .
د علماء کرامو له اقوالو نه دا سې را څرګندېږي چې له قبرونو نه طواف کول دوه حالتونه لري یو حرام او بل مکروه ؛ په دې معنی چې د ځینې علما و رایه دا ده چې له قبرونو نه طواف کول یوه حرامه او نامشروع وسیله ده چې فاعل یې ګنهګار بلل کېږي ، او ځینې نور بیا دا وا یي چې له قبرونو نه د طواف ترک کول مستحب دي خو که څوک دا کار و کړي نو عقاب یا عذاب نه ورکول کېږي ، خو د حنابله و په مذهب کې د اعتبار وړ قول او خبره دا ده چې له قبرونو نه طواف کول مکروه دي ـــ لکه څرنګه چې په «کشف القناع » د علامه البهوتي چې د محققینو پای بلل کېږي کې را غلي دي ــــ او د جمهورو علما و مذهب بیا دا دی چې له قبرونو نه طواف کول حرام او ناجایز دي ، او فتوا په همدې ورستي قول سره ده .
خو په دې مسئله کې د کفر او شرک راوړل هیڅ دلیل نه لري ، مګر په هغه صورت کې چې موږ فرض کړو چې یو طواف کونکی د اهل قبورو عبادت کوي او عقیده یې هم دا وي چې دا د قبر خاوند بذاته نفع او ضرر رسولی شي ، او یا دا عقیده و لري چې له قبرونو نه طواف کول دا سې عبادت دی چې الله (ﷻ) دا سې روا کړی دی لکه څرنګه یې چې له کعبې شریفي نه روا کړي دي ... او دا ټول یوازې احتمالونه دي چې باید د علم خاوندان د مسلمان فعل په هغو باندې حمل نه کړي لکه څرنګه چې مخکې بیان شول ؛ ځکه چې موږ دا له قبر نه د طواف مسئله په یوه مسلمان کې فرض کړې ده نه په غیر مسلمان کې او مخکې بیان شو چې مسلمان دا عقیده لري چې نفع او ضرر بذاته یوازي د الله (ﷻ) په لاس کې دي .
او مسلمانانو ته ندي پکار چې خپل ځانونه په دا ډول مسائلو باندې مشغول کړي او بیا له هغو نه لويې مسئلي جوړې کړي چې یو په بل پسې یې د خبرو توره را وېستلې وي ، چې دې ته د بې علمي او ناپوهي جهاد ویل کېږي ، او یوازې د مسلمانانو د صفونو د بې اتفاقي سبب ګرځي ، او د اسلامي ټولنو د آبادي او امت د یو والي د هڅو په وړاندې خنډ ګرځي . موږ دا سوال کوو چې الله (ﷻ)دې د مسلمانانو زړونه په قران کریم ، نبوي سنتو سره را ټول او په دین او د خدای (ﷻ) د مخلوق په اړه د هغه په مراد پوه کړي . آمین .
والله سبحانه و تعالی أعلم
([1]) امام بخاري (رح) په خپل صحیح کې معلق ګرزولی او ابن جریر الطبري په تهذیب الآثار کې په صحیح سند سره وصل کړی دی .
([2]) د حدیث روایت امام ترمذي کړی دی او حاکم صحیح بللی دی
([3]) فتح الباري جلد ۱۱ صفحه ۵۳۵ د حافظ ابن حجر العسقلاني