ایا ښځه په قصاص کې د شړي په شان ده ...

Egypt's Dar Al-Ifta

ایا ښځه په قصاص کې د شړي په شان ده ؟

پوښتنه

text-align: justify; text-kashida: 0%" dir="rtl">موږ د ۲۰۰۵ میلادي کال د (۲۰۰۰) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :
د غزاله او مکاوي قبیلو د دو کورنیو تر منځ شخړه را منځ ته شوه چې په نوموړې شخړه کې د مکاوي د کورنۍ یوه سړي د غزالې د کورنۍ یوه ښځه په ګولي و ویشته چې بیا وروسته له همدې ګولي څخه په روغتون کې مړه شوه ، بیا د نوموړې ښځې زامنو د هغې قاتل و واژه ، چې په دې سره په ۱۹۸۶ مېلادي کال کې د دواړو کورنیو ترمنځ ستونځه پای ته ورسېدله .

او پوښتنه دا ده چې ایا ښځه او سړی په قصاص  اخیستلو کې یو برابر دي په دې اعتبار چې دواړه نفس دي ؟ او دا هم را ته و وايي چې که اوس د مقتول سړي زوی و غواړي چې د غزالې له کورنۍ څخه بل سړي مړ کړي ایا دا په اسلام کې جواز لري او که نه ؟   او په دې اړه هم د اسلامي شریعت حکم بیان کړۍ چې که د دواړو کورنیو د وګړو له لوري  د دواړو مړیو کفنونه یو بل ته ور کړي یعنې بدل یې کړي څه حکم لري .

ځواب

الله تعالی () قصاص د دې لپاره روا کړی دی چې ترڅو هغه مجرم انسان چې غواړي د نورو انسانانو ژوند او امن په خطر کې واچوي له دې کار څخه و وېرېږي او منعه شي او و نه کولی شي چې د بېګناه انسانانو په ناموس او حقوقو تېری و کړي او د خدای جل جلاله په ځمکه باندې فساد او نارامي را منځ ته کړي ؛ ځکه چې د مجرمانو دا ډول فسادونه په هېواد کې د دې لامل  ګرځي چې اخلاق له منځه ځي ، د افرادو ، کورنیو او بلاخره د ټولنې اساس او وجود له منځه ځې آن تر دې چې بیا نو په آسماني سپېڅلي شریعت باندې د خلکو په وړاندې دا باور هم له منځه ځي چې ګنې دا الهي شریعت د ې د دې وړ وي چې په ځمکه باندې د خلکو لپاره امن او سوله را منځ ته کړي ، سره له دې چې خدای تعالی خپلو بندګانو ته دا امر کړی دی دچې دا ځمکه به ودانه وي او هلته به د څېښتن تعالی () حدود پلي کوي ؛ الله پاک فرمایلي دي :

((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ))[ البقرة : ۱۷۹]
 
مانا او تفسیر : او ستاسو له پاره په  قصاص کې ژوند دی ای د عقل خاوندانو، د دې لپاره چې تاسو و وېرېږۍ .
دا چې قرآن کریم د  قصاص د حکم په پلي کولو کې ژوند بللی دی په دې مانا سره ده چې کله هم یو جنایت کار د بل د وژنې اراده وکړي  نو په هماغه وخت کې به هغه ته دا خبره په یقیني توګه مخې ته و درېږي چې د بل د وژنې د دې لوی جرم په مقابل کې به زما ژوند هم په یقیني توګه له منځه ځې نو هرومرو به و وېرېږي ، فکر به و کړي او په پای کې  به د بل چا له وژنې څخه خپل لاسونه پورته کړي ، همدا راز به د مړي وارثان هم د غچ اخستنې په یو محدود حد باندې و دروي چې بیا به په کسات کې له اصراف نه ډډه و کړي ؛ ځکه چې تبېعي خبره ده چې د سرو وینو د پور او غچ اخیستنې په وخت کې د مړی وارثان تل غواړي چې خپلې سینې یخې کړي او هغه کینه او  درد چې هغوی ته د هغوی د خپلوان په وژنه سره رسېدلی وي غواړي چې بدل واخلي چې بیا ډېر ځله دا بدل اخیستنه په عربو قبیلو کې په کلونو کلونو روانه وی ، ان تر دې چې د بسوس جګړه د بېلابېلو جګړو په را منځ ته کېدلو سره څلویښت کاله ته و غځېدله ، او لکه چې نن سبا یې موږ په خپل موجوده ژوند کې وینو چې د کورنیو د خپلمنځې اختلافاتو او جګړو په منځ کې وینې روانې دي اود اولادونو اولادونو ته دا لړي ور غځېدلې ده .
و في القصاص حیاة د دې عامه او شامله مانا دا ده چې ، د یوه فرد په ژوند باندې تجاوز په حقیقت کې دا سې ده لکه په ټول ژوند تېری ، او داسې ده لکه چې په ټولو ژوندیو انسانانو باندې چې له مړي سره په ژوند کې شریک دي تېری شوی وي ، کله چې قصاص یو جنایت کار د یوو روح له وېستنې او د هغه له وژنې څخه منعه کړي نو دا په حقیقت کې دی په خپل ژوند کې له دې څخه منعه کوي چې بیا د چا په حیات یا ژوند باندې تېری و کړي ، نو په دې منع کې ژوند را منځ ته شو ، دا سې یو مطلق ژوند چې نه تر یوه وګړی  پورې اړه لري ، نه تر یوې کورنۍ او نه هم تر یوې ټولنې پورې ، بلکې دا سې ژوند چې د دې کلمې ټولو مانا ګانو ته ور شاملېږي .
   او داسې هم نده چې هر مرګ او وژنه به موجب د قصاص وي ، بلکې قصاص یوازې په قصدي قتل کې د هغو شرطونو له مخې ثابتېږي چې فقهاو یې بیان کړی دی .
 
   نو بیا په دا پورته بیان سره د پوښتنې په اړه فتوا دا ده چې :
لمړي : د جمهورو فقهاو په رایه باید سړی د ښځې په وژلو سره و وژل شي ، او د لیل یې دا آیت شریف دي چې :
 
((وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ))[ المائدة : ۴۵]
 
مانا او تفسیر : او موږ  فرض کړي و په دوی (یهودانو)باندې په (تورات)کې  چې بې شکه  نفس به د نفس (په بدل کې وژل کېږي) او سترګه به د سترګې (په بدل کې ړندېږي) او پوزه به د پوزې (په بدل  کې پرېکېږي) او غوږ به د غوږ (په بدل کې غوڅېږي) او غاښ به د غاښ په (بدل  کې وېستل کېږي) او په زخمونو کې (د امکان په صورت کې برابر) قصاص دی ، او هغه څوک چې دا قصاص صدقه کړي او له هغه تیرشي او عفوه وکړي ، نو دا د هغه لپاره (د ګناهونو) کفاره ده ، او څوک چې حکم  او پرېکړه په هغه څه و نه کړي چې الله () نازل کړي دي نو دغه کسان چې دي همدوۍ ظالمان دي .
 
او په بل ځای کې الله () دا سې ویلي دي :
 
((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ))[ البقرة : ۱۷۹]
 
مانا او تفسیر : او ستاسو له پاره په قصاص کې ژوند دی ای د عقل خاوندانو، د دې لپاره چې تاسو و وېرېږۍ .
 
دا حکم عام دي مګر په هغو ځایونو کې چې د تخصیص لپاره یې دلیل را غلی وي . بل دلیل هغه حدیث دی چې ابو بکر بن محمد بن عمرو بن حزم یې له پلار او د هغه پلار یې له خپل پلار څخه روایت کوي چې : رسول الله
صلی الله علیه وآله وسلم د یمن خلکو ته یو لیک واستاوه  او په هغه کې دا لیکلې و چې : (
« أَنَّ الرَّجُلَ يُقْتَلُ بِالْمَرْأَةِ ») بېشکه چې سړی د ښځې په بدل کې وژل کېږي . او حدیث په ، دار قطني او د حدیثو په نورو کتابونو کې را غلی دی .
بل دا چې سړي او ښځه   هر یو چې په بل باندې د قذف یا بدلمنۍ تور ولګوي نو حد دقذف چې اتیا دورې دي پرې جاري کېږي نو قصاص هم په دواړو برابر جاري کېږي یعنې لکه څرنګه چې په سړي پلی کېږي همدارنګه په ښځه باندې پلی کېږي کټ مټ هغسې چې د دو سړیو تر منځ جاري کېږي .
دویم : هیچا ته دا جواز نشته چې په خپله دې قصاص واخلي بلکې خپله دعوا به اړوندې محکمې ته وړاندې کوي تر څو هغه و ګوري چې ایا د قصاص ټول شرطونه برابر دي او که نه .
دریم : د دواړو ورثه و د کورنیو له لوري د کفنونو یو بل ته وړاندې کولو په اړه په عظیم الشان قرآن ، یا نبوي حدیثونو کې څه  ندی را غلی او نه هم د صالحو سلفو په زمانه کې داسې څه تر سره شوي دي ، بلکې دا یو ښه رواج او غوره عنعنه ده چې په هغې سره د دواړو کورنیو تر منځ د لانجو او دښمنیو معاملې ته د پای ټکی اېښودل کېږي ، نو دا کار شرعا کوم مانع نه لري .
او قصاص په یو له لاندې امورو  له منځه ځي او ساقطېږي :
    1.  د مړي د وارثانو له لوري د هغوی د مړي قاتل ته عفوه کول او یا هم که  یو له هغوی نه دا عفو وکړي خو په دې شرط چې عاقل او بالغ وي .
    2.  د قاتل مړینه مخکې لدی چې قصاص ورڅخه واخیستل شې .
او کله چې قصاص ساقط شي نو دیت واجب ګرځي او کله چې د مړي ورثه او اولیاء دیت هم معاف کړي نو هغه هم ساقطېږي .
 
والله سبحانه وتعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas