د مسجد یوه برخه د بل کار لپاره خاص ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د مسجد یوه برخه د بل کار لپاره خاص کول

پوښتنه

ه اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

زموږ په کلي کې جماعت په یوه ټوټه ځکمه باندې چې د مسجد لپاره ځانګړې شوې وه پخوا جوړ شوی وو بیا دا جماعت د اوقافو وزارت مربوط و ګرزېده ، بیا نوموړي وزارت هغه و تاړه ځکه چې د لوېدو خطر یې موجود وو ، له هغه وروسته ځینې خیر خوا خلکو د دې مسجد د جوړولو لپاره مرستې را غونډې کړي ؛ ترڅو نومړی جماعت بیا له سره جوړ کړي ، اوس په دې ضمن کې دوۍ غواړي چې د دې ځمکې په یوه برخه د دیني مراسمو لپاره هم یوه ودانۍ جوړه کړي . نو شریعت په دې اړه څه حکم کوي ؟
 

ځواب

شرعي فیصله دا ده چې په وقف کې د شي ملکیت له وقف کونکي څخه موقوف علیه ته ور انتقالېږي ، نو په هغه کې د هغه کار نه پرته چې ور ته وقف شوی وي بل هیڅ کار جواز نه لري ؛ ځکه چې دا وقف کونکي شرط داسې دی لکه لفظ د شارع .
نو په دې بنا د سوال کونکي په اړه فیصله دا ده چې کله جماعت بیا له سره جوړېږي پکاره ده چې د ځمکې په ټوله برخه باندې جوړ شي ، او هیڅ حصه د دې ځمکې د بل غرض لپاره بیلول روا نه دي .
والله سبحانه وتعالی أعلم .
 

Share this:

Related Fatwas