د قرآن مقاصد د تروریستی جریانو په ن...

Egypt's Dar Al-Ifta

د قرآن مقاصد د تروریستی جریانو په نزد

پوښتنه

آیا د افراطي فکر لرونکي د قرآن کریم معنی او مقاصد په پام کې نیسي؟

ځواب

افراطي فکر لرونکي د قرآن کریم آیتونو ته رجوع کوي او د هغوی معنی تحریفوي او په مقاصدو یې نه پوهیږي.

تاسو ګورئ چې دوی هغه آیاتونه راخلي چې د غیر مسلمانانو په اړه نازل شوي او د هغوی احکام په مسلمانانو پلي کوي، او دا په خپل وار د رسول اللهﷺ له سنتو څخه د دوی وتلو باعث کیږي،او همدارنګه دا د توازن او د مفاهیمو د چپه کیدلو لامل کیږي چې هغه څه چې بد وي ښو اوړي او  هغه څه ښه وي بدو ته .

دوی خلک اشتباه واقع کوي او په فکري اختلاط اخته کوي؛ نبی کریمﷺ فرمایلی:« د دې شخص له نسل څخه، به داسې خلک دي منځه راشي، چې د الله کتاب به لولي، خو د دوی له ستوني به نه کوځیږي او دین څخه به داسې وځي لکه تیر چې له هدف (ښکار) وځي، راوي وايي: زما په ګمان وېفرمایل: که زه یې ومومم نو د ثمود قوم په څیر به یې ووژنم » أخرجه مسلم.

" دوی قرآن لولي خو د دوی له ستوني نه تیریږي" يعني: لولې یې خو دوی به د هغې په مفهوم او مقصد نه پوهېږي، نو په دې سره د عامو مسلمانانو مخالفت کوي، د خوارج په اړه ځينو سلفو څومره ښه ويلي دي: دوی هغه کسان دي چې د الله تعالی په دې قول کې ذکر شوي دي: {قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالا * الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعا* أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنا}[الكهف: 103- 105]. ژباړه: «[اې محمده ﷺ!] دوی ته ووايه: آيا مونږ تاسږ ته وښيو چي په خپلو عملونو کې تر ټولو زيات ناكام او نامراده خلك څوك دي؟*غه چي په دنيوي ژوندانه کې یې هلي ځلي له سمي لاري منحرفي شوې او انګېرلې یې ده چي ټول کړه وړه يې ښه دي*دا هغه خلك دي چي د خپل پروردګار د آيتونو له منلو څخه یې انكار وکړ او د هغه حضور ته په وړاندي کېدلو یې باور ونکړ. له دې كبله د هغو ټولو عملونه بابيزه شول. د قيامت په ورځ به موږ ورته څه وزن (قدر) ورنه کړو.»

Share this:

Related Fatwas