حاکمیت مفهوم
پوښتنه
د حاکمیت مفهوم لومړی چا استعمال کړ، او څنګه په عصري فکر کې وده وکړه؟
ځواب
په لومړي ځل چې چا د حاکمیت مفهوم وکاروه هغوی لومړني خوارج وه چې د امام علی رضی الله عنه به زمانه کې راڅرګند شول، چیرې چې دوی ادعا وکړه چې حضرت علي رضی الله عنه د اللهﷻ په دین کې خلک حاکمان کړي، او دا په اللهﷻ کفر دی، ځکه چې د خدایﷻ پرته بل چا حکم نشته، او د الله ﷻ په دې قول یې استدلال کاوه: ﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ﴾ [يوسف: 40]، ژباړه: "د فرمانروائۍ(حكم) قدرت له الله څخه پرته د بل هيچا لپاره نشته"، او حضرت علي رضی الله عنه ورته په ځواب کې وویل: «كَلِمَةُ حَقٍّ أُرِيدَ بِهَا بَاطِلٌ» [رواه مسلم]، ژباړه: " حقه خبره ده خو د باطله لپاره یې استفاده کوې"، وروسته بیا دا مفهوم د افراطي ډلو د پلویانو لکه المودوي او سید قطب په لاس په لا پرمختللي شکل د (د حاكميت توحید) یا (د الله د حاكميت) د اصطلاحګانو تر عنوان لاندی څرګند شو، د حاکمیت توحید یې د اللهﷻ د توحید د ډولونو څخه یو قسم وګرځاوه، چې څوک په دې خلل وکړي نو په توحید کې خلل واقع دی، او په دې توګه د اسلام له دائرې څخه بهر کیږي، او د اللهﷻ د حاکمیت څخه د دوی مراد د هغه د شرعیت پلي کول دي،او ادعا لرې چې په اسلامي هېوادونو کې اساسي قانونونه او نور قوانین د شريعت مخالف دي، ځکه چې د انسانانو له خوا جوړ شوي دي، او حقیقت خو دا دی چې فقهي مذاهب او قوانین دواړه د انسانانو وضع ده، او قوانین بل څه نه بلکې د فقهي احکامو پرمختللې بڼه ده.