حاکمیت
پوښتنه
افراطیان ادعا کوي چې مسلمانان په خپل مینځ کي د خدائ تعالی شرعیت باندي فیصله نه کوي، او د انسانانو لخوا جوړ شوي کفری قوانین يې د هغه پر ځای بدل کړی، د دې حقیقت څه دی؟
ځواب
حاكميت په لنډه توګه دا مانا لري چې خلک په ټولو ديني او دنياوي مسايلو کې د الله تعالی فيصلو ته غاړه کیږ دي.
او په دې کې هـېڅ شک نشته چې د الله تعالی د نازل شوي شرعیت له مخې فیصله کول یو له مهم ترین واجباتو څخه دی، او په هر مسلمان فرض دی چې د الله تعالی د شرعیت مطابق حکم وکړي، او بیا ېي قبول او پري راضي وي.
او هرڅوک چې دا ومني چې اسلامي شریعت د قوانینو سرچینه ده، او د هغه شیان څخه انکار ونکړي چې په دین کې له ضروري معلوم څخه وي، لکه د لمانځه فرضيت، زکات، او د شرابو او غلا حرامول، د بېلګې په توګه؛ نو هغه د کفر له دائرې څخه بهر دی.
او په مطلقه او عمومي توګه دا ویلې چې هر هغه څوک چې د خدای له نازل شوي حکم څخه پرته په بل څه فیصله کوي کافر دی، دا د خوارجو قول او هغوی پیروانو او د هغه چا قول دی چې په ګمان او یا خواهشاتو د مسلمانان تکفیرولو علاقمندي لري، او بايد يادونه وشي چې په عربي اسلامي هېوادونو کې ټول هغه قوانين چې په شرعي او مدني محکمو کې د پلي کېدو لپاره صادرېږي – هغه له ژور بحث او څېړنې وروسته وي – قانون جوړه ونکي او پوهانو د فقهاوو د راجح اقوالو ته په کتو سره او یا د فقهي مذاهبو په ځينې قولونو په غوره کولو سره قانون جوړ کړې دی، حتى که که هغه مرجوح هم وي،
او ځینې قوانین د شرعيت سره د عدم تعارض په پام کې نیولو وروسته وضع شوي چې د شریعت له نصوصو سره په ټکر کې نه دي، او د ملت د مرسله مصالحو سره موافق دي.