د جاهلیت مفهوم
پوښتنه
د جاهلیت د اصطلاح قرآنی او نبوي مفهوم څه دی او افراطی ډلو څنګه دا مفهوم د ټولنو د تکفیر لپاره کارولی؟
ځواب
په قرآني او نبوي مفهوم کې د جاهلیت اصطلاح زمونږ د لارښود پیغمبر حضرت محمدﷺ د بعثت څخه مخکې مرحله ته ویل کیږي. په کوم وخت چې د شرک، بت پرستۍ او د محرماتو څخه د سرغړونې عادتونه عام، او دا یوازې په عربو پورې محدود نه دي، بلکې په دې کې د حضرت محمدﷺ له بعثت څخه مخکې ټول ملتونه شامل دي. چې هغې د اللهﷻ دا قول هم اشاره کوي: ﴿وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى﴾ [الأحزاب: 33]، ژباړه:« په خپلو کورونو کې میشتې اوسئ او د تیر جاهلې دور په شان سینګار کړې، بی ستر مه ګرځئ»، یعنې تاسو داسئ مه کوئ لکه څنګه چې د جاهلیت د لومړیو وختونو میرمنو د اسلام څخه دمخه وخت کې کاوه، او څرګنده ده چې هغه دوره د رسول اللهﷺ په ظهور او د رسالت په نازلیدو سره پای ته ورسیده، او دا چې د صغیره او کبيره ګناهونو په کولو سره له اسلام څخه څوک نه خارجیږي. خو افراطي ډلو دا اصطلاح په اوسني عصر کې په ناحقه د مسلمانانو د تکفیر د یوې وسیلې په توګه غوره کړې، او ادعا کوي چې ټولنې د جاهلیت په حالت کې ژوند کوي. حتی که دوی دا شهادت هم ور کوي چې « أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول الله» او لمونځ هم کوي. او حقیقت دا دی چې دغو ډلو له دې اصطلاح څخه یوازې د یو شرعي پوښښ لاندې په ناحقه د ټولنو د تکفیر لپاره استفاده کړې، چې دې سره دوی یوازې ځان د حق او اسلام خلک جوړوي. په داسی حال کې چې دوی خپله د اسلام او مسلمانانو رنګه بده وي.