د ګمراهۍ بدعت مفهوم

Egypt's Dar Al-Ifta

د ګمراهۍ بدعت مفهوم

پوښتنه

د شرعي بدعت سم مفهوم څه دی؟  او آيا هر هغه عمل چې رسول اللهﷺ نه دی کړی، ګمراهي  بلل کیږي ؟

ځواب

بدعت په لغت کي هغه څه ته وايي چې په دين کې له بشپړېدو وروسته نوی پیدا کړل شوی وي، او په شريعت کې علماء بدعت په دوه طریقو تعریف کوي، لومړی طریقه: د عز بن عبدالسلام له قوله  هغه  څه  بدعت ګڼل کیږي چې  رسول الله ﷺ نه دي کړي، او دا په مختلفو برخو ویشل شوي دي: واجب بدعت، حرام بدعت، مستحب بدعت، مکروه بدعت، او مباح بدعت، او د دې د پوهېدو لاره دا ده چې بدعت شرعي اصولو ته  وړاندې کړی شي، نو که د واجب والی په احکامو کې داخل شو نو واجب دی، او که د حرام والي په احکامو کې داخل شو نو حرام دی،  او داسې نور.

دویمه طریقه: د بدعت د مفهوم منحصرول یوازې په مذموم(بد) کې، چې هغه حرام بدعت دی،او دا د اکثرو فقهاوو نظر دی، او هغه څه چې دلته مونږ ته اړینه ده هغه د مذموم بدعت په مفهوم باندي اتفاق دی ، او هغه دا چې مرتکب یې په شرعي توګه ګناه کار دی،

نو  آيا هر هغه څه چې رسول الله ﷺ نه دي کړي، مذموم بدعت ګڼل کيږي؟  طبعا چې نه، او له پېغمبر ﷺ وروسته ملت ډېر داسې نېک  نوی کارونه وکړل چې مذموم او بد نه دي.  له همدې امله امام غزالي رحمه الله وايي:«ليس كل ما أبدع منهيًّا عنه، بل المنهيُّ عنه بدعةٌ تضاد سنةً ثابتةً، وترفع أمرًا من الشرع»، ژباړه: " او هر هغه څه چي نوې پیدا کړل شې حرام نه دي، بلکي  منع کړل شوی بدعت هغه دی چې د ثابتو سنتو سره په ټکر کې وي، او شریعی امر لري کوي."، او د دې په رڼا کې د بدعت  سم مفهوم برابریږي.

Share this:

Related Fatwas