د تمکین (واک) مفهوم
پوښتنه
په قرآن او سنتو کې د تمکین(واک) د اصطلاح صحیح مفهوم څه دی او څنګه تندلارو ډلو دا مفهوم تحریف کړی؟
ځواب
په قرآن او سنتو کې د تمکین (واک) مفهوم په متعددو معناګانو را څرخي چې د هغې څخه متعددې موخې په ګوته کوي؛ لکه د الله ﷻ له لوری خپلو مومنو بندګانو د دین د قامه کولو واک،چې دا واک ترټولو ډیر مطلوب هدف، الله تعالى فرمایی: ﴿الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ﴾ [الحج: 41]،ژباړه: «دا هغه کسان دي چې که مونږ دوی ته په ځمکه کې قدرت(واک) ورکړو، نو لمونځ به ادا کړي، زکات به ورکړي، په ښو چارو به امر وکړي او له بدو څخه به منع وکړي».
همدارنګه د آدم اولادي ته د ځمکي د تسخیر واک په معنا لکه د الله ﷻ په دې قول کې: ﴿وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الْأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ﴾ [الأعراف: 10]، ژباړه:« مونږ تاسو ته په ځمكه كې قدرت(واک) دركړى دى او تاسو لپاره مو په هغې كې د ژوند وسایل برابر کړي، خو تاسو ډیر کم شکر ایستونکي یئ»
او د واکمني او د هغي د اسبابو ورکولو په معنا، لکه د اللهﷻ دا قول: ﴿إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا﴾ [الكهف: 84]، ژباړه:« مونږ هغه ته په ځمکه کې قدرت(واک) ورکړی وه او هر ډول وسایل او اسباب مو ورکړي وه»
او په ټوله کې د تمکین (واک) عمومی معنا د اللهﷻ هغه قدرت او واک دی چې اللهﷻ له خپلو بنده ګانو څخه چې چا ته وغواړی ورکوي يې، یعنی اللهﷻ په خپل قدرت او توان د واک ورکوونکی دی، او اللهﷻ د قدرت او واک نسبت ځای ته کړی دی، او دا د واک صحیح مفهوم دی، ځکه چې د اللهﷻ له لور دی، خو افراطی ډلو بیا د تمکین (واک) ټولی معناګاني د خپلو ډلو په واکمنۍ کې منحصر کړي دي، د واقتدار، غلبي، واکمنۍ او د سیاسی حضور په ترلاسه کولو لپاره،او دې واک ته د رسیدلو هڅه په خپل قوت او قدرت علمي کوی، نه د اللهﷻ په تمکین سره، نو د واک معنا یې اخیستی او د خپلو ځانګړو تګلارو سره یې برابره کړي او د خپلو سیاسی ګټو لپاره یي تحریف کړې.