په مرګ باندې د خوشالۍ په اړه خبردار...

Egypt's Dar Al-Ifta

په مرګ باندې د خوشالۍ په اړه خبرداری او د هغې د پایلو بيان

پوښتنه

د هغه چا حکم څه دی چې د نورو په مرګ خوشالي کوي؟

ځواب

شرعا یو انسان ته روا نه ده چې د يو چا د غم په وخت کې خوشحالي وکړي، هغه که په مرګ وي او که کوم بل مصیبت. دا یوه ناوړه صفت دی چې نیک نفسونه یې ردوي او با عزت خلک ترې ډډه کوي او له همدې امله اسلامي شریعت ترې منع کړې. له وَاثِلَةَ بن الأَسْقَع رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د خپل ورور په مصیبت باندې خوښي مه کوه، که نه نو خدایﷻ به په هغه رحم وکړي او تا به پرې مبتلا کړي». (امام الترمذی روایت کړی).

موږ هغو کسانو ته ورپه یادوو چې دا ناوړه عادت د خدای له مخلوق سره کوی. چې په ژوند د خدای تعالی ثابت قانون دا دی چې انسان په یو حالت کې نه پاتې کیږي. که یوه ورځ غمګین وي نو ډیرې ورځې خوشحاله وي؛ الله تعالی فرمایي: ﴿إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: 140]. ژباړه:« اوس كه تاسي ټپي شوي ياست؛ نو له دې څخه مخکي ستاسي دښمنه ډله هم همداسي ټپيان شويدي. دا د زمانې خوږې ترخې(حادثې) دي چي مونږ یې د خلكو تر منځ اړوو را اړوو. » او کوم څه چې ذکر شوه د سوال ځواب بیان وي.

Share this:

Related Fatwas