د دې حدیث توجیه چې وایي «ما ته امر ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د دې حدیث توجیه چې وایي «ما ته امر شوی چې له خلکو سره جګړه وکړم »

پوښتنه

ډیری افراطیان په خلکو باندې په خپل تیريو کې دې حدیث ته " ما ته امر شوی چې له خلکو سره جګړه وکړم" استناد کوي، نو آیا دا حدیث صحیح دی؟ او څه معنی لري؟

ځواب

نوموړي حدیث متفق علیه دی او په ډیرو اسانیدو روایت شوی دی؛ او د "الناس" یعنی خلکو،کلمې څخه ټول خلک قطعا مراد نه دی، په دې کې شک نشته چې معاهد او ذمی له حدیث څخه مستثنی دي، ځکه چې نبی کریمﷺ فرمایلی: «من قتل معاهدًا لم يرح رائحة الجنة، وإن ريحها توجد من مسيرة أربعين عامًا» أخرجه البخاري. ژباړه: «چا چې معاهد وواژه؛ د جنت بوی به هم حس نه کړي،  په داسی حال کې چې بوی یې د څلوېښت کالو په واټن کې موجود وي».

مګر هغه خلک چې زمونږ پر وړاندې د تېري او جګړې پیل کوي، الله تعالی مونږ ته امر کړی چې  هغوی په شا وګرځوو او د هغوی د تېري مخنیوی وکړو. الله سبحانه وتعالی فرمایلی: ﴿وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا﴾ [البقرة:190]، ژباړه: « او تاسو د الله په لار کې له هغو كسانو سره وجنګیږئ، چي تاسو سره جنګیږي، خو تېرى مه كوئ »

نو له همدی امله رسول اللهﷺ په دی حدیث کې فرمایي: «أمرت أن أقاتل الناس» ژباړه: " ما ته امر شوی چې له خلکو سره جګړه وکړم" یعنی: تیري کوونکو سره، او رسوال اللهﷺ ته امر شوی او امر کوونکی اللهﷻ دی، او دلیل یې دا روایت دی چې فرمایي: «ما ته امر شوی چې له مشرکانو سره وجګړه وکړم».

او د هغو کسانو په اړه چې زمونږ په وړاندې جنګ نه کوي، خدای تعالی مونږ ته امر کړی چې د هغوی سره په نیکۍ او عدل برخود وکړو. الله تعالی فرمایي: ﴿لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾[الممتحنة:8]، ژباړه:«الله تاسو له دې څخه نه منع كوي چي له هغو كسانو سره د نېکۍ او عدل چلند وکړئ چي د دين په باب يې ستاسو سره جګړ  نده کړې او تاسو یې له خپلو كورونو څخه نه ياست ايستلي. الله عدل كوونكي خوښوي» نو هغوی چې له مونږ سره جګړه نه کوي، مونږ به هغوی سره نیکې او عدل کوو او خپل دین ته به یې پرېږدو او تېری به پرې نه کوو.

او څوک چې له دې حدیث څخه پرته له هغه فهم چې ذکر شو بل فهم اخلې هغوی فتنه خوښوونکي دي، هغه که غواړي د ټولو خلکو وژنه توجیه کړي، او یا که غواړي چې د رسول اللهﷺ په سنتو کې تشکیک منځته راوړي.

Share this:

Related Fatwas