د دې مقولې حکم چې : " څه چې د کور اړتیا وي په جومات حرام دي"
پوښتنه
د دې مقولې حکم څه دی : " څه چې د کور اړتیا وي په جومات حرام دي"
ځواب
پورتنۍ جمله د مصریانو په ژبو کې یو عام متل دی چې د هغه عملي تمدن د ارزښتونو څرګندونه ده چې د شرعي اموامرو ترجمانی کوي، کو چې یو مسلمان مکلف کوي چې خپل لومړیتوبونه د حکمت د غوښتنو سره سم تنظیم کړي؛ ظاهراً دا په ډاګه کوي چې له کفایت پرته صدقه نشته، یعنې د انسان جوړونه د ودانیو په جوړونې لومړیتوب لري. انسان ته لازمه ده چې په مختلفو خيريه کارونو کې مصرف وکړي لکه د جوماتونو جوړونه،او د فقیرانو او مسکينانو پالنې څخه نيولې تر نورو خيريه کارونو پورې، هر څوک د خپل حالت او مالي توان مطابق باید له ځانه پیل وکړي، بیا له خپلو خپلوانو سره، او که وروسته له هغې څه پاتې وي؛ نو بیا دا غوره ده چې په دې چارو کې یې مصرف کړي په داسې توګه چې مصرف کې اعتدال او منځلاريتوب وکړي.