سخت مسلمان

Egypt's Dar Al-Ifta

سخت مسلمان

پوښتنه

علماء ولې مسلمان ته د (سخت) یا د (سخت مسلمان) تعبیر کاروي؟

ځواب

دا تعبير د دې لپاره کارول شوي چې د اسلام له دائرې څخه د یو مسلمان د ایستلو سختي بیان کړي. پرته له دریو شرطونو څخه چې عملي کیدل یې ډیر نادر دي، یو مسلمان تر هغه وخته کافر نه بلل کیږي، چې په پریکنده، قطعي او بشپړه توګه دا شرطونه ثابت نشي. او هغه شروطونه دا دې، چې د کفر نیت ولري، په دې پوهه وي چې دا کار یې یا دا قول یې په اللهﷻ کفر دی، خپل دا کار یې په خپله خوښه بې له کوم مجبوریت اختیار کړی وي، خو كه له دغو شرطونو څخه يو هم نه وي نو له دين څخه يې ایستل او كافر  ورته ويل يې سخت دي، نو له همدې امله مسلمان ته دا تعبیر  چې هغه(سخت) یا  (سخت مسلمان) دی  کارول شوی، ځکه چې د دې شرطونو پوره کیدل خورا ګران دي، علماءو کرامو د فقهې او نورو کتابونو کې د دغو شرطونه په اړه پراخه تشريح ورکړي. او حتی د دې شرطونو په شتون سره، د کفر حکم کول یوازې د قضایی قوې کار دی. په هیچا د کفر حکم نه کیږي مګر د هغه قاضي له لور چې د حاکم لخوا ټاکل شوی وي؛ ځکه چې مهم دنیوي احکام پرې مرتب کیږي، د هغي له جملې څخه یې د اموالو او میراث په برخه کې دي، کافر د مؤمن څخه میراث نه وړي او نه برعکس، او د ښځې او میړه سره جدا کولو حکم او داسې نور احکام؛ له همدې امله، دا کار سخت او لویه فتنه ده.

Share this:

Related Fatwas