بد ګماني
پوښتنه
زما نامزاد ډیر بدګماني کوي، له دې حالت سره څنګه برخود وکړم؟
ځواب
بد ګماني د نامزادانو ترمنځ اړیکه کم رنګه کوي، د پټو عیبونو څار او تعقیبول، د دې دواړو ترمنځ د اعتبار کمزوري کول د هغه حکمت او اخلاقي او ټولنیز ارزښت سره په ټکر کې دی، چي په موخه یې شریعت کوزده روا کړې ده.
خدای تعالی په خپل سپیڅلي کتاب کې په ډیرو ځایونو کې خپل بندګان له بدګمانۍ څخه منع کړي دي، له هغو څخه یو دا آیت شریف هم دی: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا﴾ [الحجرات: 12].
ژباړه: "اې مؤمنانو، له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ، چي ځیني ګومانونه ګناه وي، د چا پټ عيبونه مه لټوئ".
امام ابن کثير په "خپل تفسير" کې وايي (7/ 377): [الله جل جلاله په دې آيت کې: خپل مؤمن بندګان له ډېر شک او ګمان څخه منع کوي، چې هغه: په خپلې کورنۍ، خپلوانو او خلکو باندي بې اساسه تهمت او د خیانت ګمان کول دي؛ دا ځکه چې له دې څخه ځینې یې خالصه ګناه ده، چې د احتیاط په توګه د ډیرو څخه یې باید ډډه وشي، مونږ ته د امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت شوی چې هغه وایي: "ولا تَظُنَّنَّ بكلمةٍ خَرَجَتْ مِن أخيكَ المسلمِ إلا خيرًا وأنتَ تَجِدُ لها في الخير مَحْمَلًا"] اهـ. ژباړه: " د خپل مسلمان ورور څخه چي کومه خبره اورئ ترڅو چې ممکن وي په هغه باندي د خیر ګمان کوه.