له مفتي څخه د عامی مستفتیانو یا سو...

Egypt's Dar Al-Ifta

له مفتي څخه د عامی مستفتیانو یا سوالوکونکو د دلیل غوښتنې خطر

پوښتنه

له مفتي څخه د عامی مستفتیانو  یا سوالوکونکو  د دلیل د غوښتنې خطر څه دی؟

ځواب

په شرعي علم کې د غير مخصص عامي له مفتي څخه د فتوا د دلیل غوښتنه منع ده؛ دا ځکه چې غیر متخصص شخص  په دلیل د نظر  وړتيا نه لري، او كيداي شي چي په دلیل  پوهه نه شي او یا په ناسم ډول پوهه شي، او په دې صورت کې دا د وخت او هڅې ضایع كول یا د ناپوهۍ خپرول دي، او  دواړه په شريعت كې بد ګڼل شوي، که مثلا: مستفتي له مفتی څخه د ماسپښین د رکعتونو د شمیر په اړه پوښتنه وکړه، او هغه ورته وويل څلور ركعته دي،او بيا يې ترې د دلیل غوښتنه وکړه، نو مفتي ورته وویل دلیل یې اجماع ده، سوال کوونکی باید پوه شی چې اجماع څه شی ده؟ او دا چې په اجماع دلیل نیول  څه حكم لري؟ او د اجماع د حجیت دلیل څه دی؟ او ډولونه يې څو دي؟  دلته کوم ډول اجماع شوي؟ دا د اصول الفقه  په علم کې یو لوی درس دی، چې هرڅوک پرې نه پوهیږي، له هغې مخکي لازمه ده چی په مقدماتو  يي  پوه شي،  له همدې امله مونږ ګورو چې علماءو په تېرو وختونو کې دا حکم کړی چې مستفتي باید له مفتي څخه د هغه د فتوا د دلیل په اړه غوښتنه ونه کړي، ليكن که غواړي چې علم حاصل کړي، حتی كه د ځان ډاډمنولو  په اندازه هم  وي، هغه کولی شي دا کار وکړي، خو پرته له دې چې د هغه د فتوا منلو یا رد ولو پوري اړه ولري.

Share this:

Related Fatwas