په زړه پورې شعارونه او احساساتی وین...

Egypt's Dar Al-Ifta

په زړه پورې شعارونه او احساساتی ویناوي هغه مهم شیان دي چې د تاریخ په اوږدو کې افراطی ډلې پرې پېژندل کیږې

پوښتنه

ولي په زړه پورې شعارونه او احساساتی ویناوي هغه مهم شیان دي چې د تاریخ په اوږدو کې افراطي ډلې پري پېژندل کیږي؟ او څنګه نبی کریم ﷺ د دوی په اړه خبردارۍ ورکړی؟

ځواب

د سترو نبوي خبرداریو څخه چې د احادیثو په کتابونو کې راغلي د نبی کریم ﷺ  دا قول دی: « زرده چي په اخیره زمانه کې به یوه داسي ډله یا قوم راپیداشي .....په ظاهر به ښي خبري کوي،....... دوی به له ایمانه داسي خالي لاس له دنیا لاړ شي لکه غشی چي له ښکاره خالی ووځي»[متفق عليه]،

 نو د دوی یو صفت دا وه چې دوی په دروغو  دعوا کولي، او د دوی عمل به د دوی د خبرو مخالف وه،او  دا هغه اسباب چې په بند د الله د کرکې او غداب د نازلیدو سبب ګرځي، الله تعالی فرمایي: ﴿كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ﴾ [الصف: 2]، ژباړه: «د الله په وړاندې دا ډیر د غضب وړ حرکت دی چې تاسې هغه څه ووایاست چې نه کوئ یې نه» او له همدي کبله به نبي کریم ﷺ دعوا کوونکۍ څخه د حال پوښتنه کوله، د عوف بن مالک څخه روایت چې وایي نبی کریم ﷺ ته مې وویل: زه حقیقي مومن شوی یم، نو رسول الله ﷺ وفرمايل: «إنَّ لِكُلِّ قَوْلٍ حَقِيقَةً، فَمَا حَقِيقَةُ ذَلِكَ؟»....ژباړه : د هري خبري لپاره دلیل وي نو ستا د خبری اصل څه دی؟» او چې عوف رضی الله عنه نبی كريمﷺ ته داسې څه وویل چې د ده د دعوا په صدق یې تاکید کاوه، نبی کریم ﷺ ورته وفرمايل : «عَرَفْت -أَوْ آمَنْت- فَالْزَمْ» [رواه ابن أبي شيبة] ژباړه: پوه شوئ – یا ایمان دې راوړ-  نو پرې ثابت پاتې شه»  نو اعتبار عمل او حال ته دی نه اقوالو ته .

Share this:

Related Fatwas