د دوی په ګمان خلافت د بیا را ګرځونې هڅه
پوښتنه
د هغه خلافت د بیا راګرځونې حکم چې دوی یي ګمان او ادعاء کوي؟
ځواب
په ټوله کې په کومو شیانو چې د شریعت مقاصد بنا دي له هغې څخه یو دادی چې که هرڅومره د یو شي نومونه په مختلفو وختونو کي بدل شي اعتبار مسمی او مقصد ته او هغه څه ته ورکول کیږي چې د خلکو ژوند او امن په کې خوندي وي او داچې د موجود شیي بیا ایجادول بی فایدې دی له همدې کبله د هغه خلافت چې دوی ادعا لري بیا یې راګرځوي هم عبث دي، نو د خلافت کلمه چې کله ویل کیږي څو معناګاني یې مقصد کیدای شي، جایزه ده چې ووایو هر انسان خلیفه دی الله جل جلاله فرمایې: ﴿إني جاعل في الأرض خليفة﴾ [البقرة: 30]، ژباړه: "زه په ځمکه کې د یو خلیفه پیدا کوونکی یم"، او دا ځکه چې هر انسان د بل انسان ځای ناستی وي، او د مسلمانانو خلیفه د هغوی لوی حاکم وي، برخلاف د وزیر او والي ، او هغه ته ځکه خلیفه وایي چې په حاکمیت کې له ځان څخه د مخکني خلیفه ځای ناستی وي او دا هم شرط نه ده چې د ټولې نړۍ دمسلمانانو حاکم وي ترڅو په دي نوم یاد شي، د تاریخ په اوږدو کې په یو وخت کې همزمان څو خلفاء تیر شوي، لکه د عباسیانو حکومت په شرق کې په داسی حال چې د اموییانو دولت په اندلس کې قایم وه، او د مسلمانانو هر حاکم د هغه څخه د وروسته راغلی یا راتلونکي حاکم ته خلیفه نوم اخیستل صحیح ده ځکه چې هغه د مخکني حاکم خلیفه او ځای ناستی دی.