د مختلفو دیني مراسمو د لمانځنې حکم
پوښتنه
موږ د بېلابېلو دیني مراسمو لپاره محفلونه او غونډې جوړو ، لکه د قدر د شپې په اړه ، د معراج شپه ، د مولود شریف محفل او دا سې نور ، او هغه په دې ترتیب سره چې په دا ډول محفلونو کې لوی لوی عالمان او مشایخ را بولو تر څو د نوموړي مناسبت په اړه خلکو ته وعظ او تقریر و کړي ، همداراز ځینې دیني مسابقې او نعت خواني هم په دا ډول محفلونو کې تر سره کوو ، بل دا چې د جومات دننه او بهر لاسپېکرونه لګوو او د جومات بهر ځینې رنګارنګ ګروپونه او د ښایست نور ګلونه استعمالوو ، او ځینې وخت دا دیني محفل او جلسه په ویډیویي کمرې سره ثبتوو ، او د مسجد دننه د علماو کرامو لپاره د خلکو په وړاندې د چوکیو او میزونو یو ځانګړی ځای هم جوړوو ، او ځینې شربتونه او مټایانې هم په خلکو باندې وېشو ، او د عظیم الشان قرآن حافظانو او استاذانو ته جایزی هم ور کوو او همدا ډول د جومات خادمانو ته ځینې بخششیانې هم ور کوو .
نو د اسلام د مبین دین رایه او فیصله په دې اړه څه ده ؟
ځواب
د دیني بېلابېلو مناسباتو په اړه د محفلونو جوړول تر هغو پورې چې په هغې کې شرعي منکرات را منځ ته نشي یو غوره او مشروع کار دي ؛ ځکه سپېڅلي شریعت په دې باندې امر کوي چې خلکو ته د خدای جل جلاله ورځې ور یادې کړۍ ، الله (ﷻ) ویلي دي :
((وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ))[إبراهيم : ۵]
مانا او تفسیر : او ته دوۍ ته د الله (ﷻ) په هغو ورځو باندې تذکیر او پند ور کړه کومې چې په پخوانیو قومونو باندې تېرې شوې دي .
او په همدې توګه نبوي حدیثونه هم را غلي دي چې په لاندې ډول یې بیانوو :
د مسلم په صحیح کتاب کې را غلي دي چې : نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم به د دوشنبې په ورځ روژه نیوله او ویل به یې چې (ذَاكَ يَوْمٌ وُلِدْتُ فِيهِ) دا هغه ورځ ده چې زه پکښې زیږیدلي یم ، او د امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله په صحیح کتابونوکې له عبد الله بن عباس رضي الله عنه نه دا سې روایت را غلی دی چې :
(أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَدِمَ الْمَدِينَةَ فَوَجَدَ الْيَهُودَ صِيَامًا يَوْمَ عَاشُورَاءَ فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى تَصُومُونَهُ ». فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ أَنْجَى اللَّهُ فِيهِ مُوسَى وَقَوْمَهُ وَغَرَّقَ فِرْعَوْنَ وَقَوْمَهُ فَصَامَهُ مُوسَى شُكْرًا فَنَحْنُ نَصُومُهُ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « فَنَحْنُ أَحَقُّ وَأَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ ». فَصَامَهُ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ.)
ژبــــــــــاړه : کله چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مدینې منورې ته لاړه نو یهود یې و موندل چې د عاشورا په ورځ به یې روژه نیوله . نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ور ته و ویل : دا کومه ورځ ده چې تاسې په هغې کې روژه نیسۍ . هغوی ور ته و ویل : دا یوه ډېره لویه ورځ ده ، په دې ورځ کې الله (ﷻ) موسی (علیه السلام) او د هغه قوم ته نجات ور کړی دی او فرعون او د هغه قوم یې غرق کړی وه نو موسی علیه السلام په دې ورځ په شکرانه کې روژه و نیوله او موږ یې هم نیسو . رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم و ویل چې : موږ له تاسو نه موسی ته ډېر غوره یو ، او بیا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم روژه و نیوله او د دې ورځې په روزه نیولو باندې یې امر وکړ .
بنا په دې سره : په پورتنۍ یادې شوې طریقې سره د دیني مناسباتو په ورځو کې محفلونه جوړول یو مشروع او روا کار دی چې نه پکښې کوم کراهیت شته او نه هم دې ته بدعت ویلی شو ، بلکې په دې کار کې د الله (ﷻ) د شعائرو تعظیم را منځ ته کېږي : ((وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ)) [الحج : ۳۲] ما نااو تفسیر : او هغه څوک چې د الله جل جلاله د شعائرو (د دین د علامو) تعظیم او احترام کوي ، نو دا د زړونو له تقوا او پرهېزګاري څخه دی .
والله سبحانه وتعالی أعلم