ایا ښځه باید د خپل خاص مال نه زکات ور کړي ؟
پوښتنه
زه یوه پېغله نجلۍ یم او تر اوسه واده شوې نه یم او یوه اندازه ځانګړی مالي مدرک او آمد لرم ، نو ایا په ما باندې زکات فرض ګرځي او یا دا چې هغه زکات چې زما پلار چې زما مسئول دی ادا کوي کفایت کوي ؟ سره له دې چې زه له خپل مال نه خیرات او صدقه ور کوم خو د زکات په نیت نه بلکې د ثواب په نیت . او که چېرې په ما باندې د ما په مال کې زکات فرض وي نو له تاسې نه احترامانه غوښتنه کوم چې را ته و ښایاست چې زکات کله فرض کېږي او اندازه یې څومره ده او بل دا چې د مصرف غوره لاره یې کومه یوه ده ؟
او دا هم بیان کړۍ چې ایا په هغو ګاڼو او زیوراتو کې چې زه یې استعمالوم هم زکات شته او که نه دا یوازې د زینت او ښکلا له پاره دي ؟
ځواب
د سوال کونکې خپله مالي مستقله ذمه واري او مسئولیت دی چې د هغې په پلار پورې هیڅ اړه نه لري . او دا چې هغه پوښتنه کوي چې خپل ځانګړی مالي دخل لري نو په هغې فرض ده چې له خپل مال نه په هغه صورت کې چې د زکات شرطونه یې پوره کړي وي ، زکات و باسي او د زکات شرطونه په لاندې توګه دي :
دا چې مال نصاب ته رسېدلی وي او نصاب عبارت دی له دې نه چې مال د ۸۵ ګرامه ۲۱عیار سرو زرو له قیمت سره برابر وي ، بل دا چې په هغه یو کال تېر شي او پوروړې هم نه وي . نو کله چې دا شرطونه برابر شي په هغې د زکات ورکول د زکات په نیت فرض ګرځي نه د صدقې یا خیرات په نیت .
او د هغې ګاڼې او زېوراتو په اړه چې سوال کونکې پوښتنه کړې ده نو که چېرې هغه یوازې د زینت او ښایست لپاره وي د ځینو فقها و په مذهب په هغو باندې زکات نشته .
والله سبحانه وتعالی أعلم