د یوه ځای د په کرایه ورکولو حکم لکه رسټورانت چې هلته د فساد او نورو ناروا کارونو د ترسره کېدو وېره وي
پوښتنه
یو سړي یوه ودانۍ جوړه کړه او لمړي څو منزلونه یې د دکانونو لپاره دي خو پورتنې او لوړ منزلونه یې د دکانونو لپاره مناسب ندي . نو ایا هغه کولی شي چې پورتني منزلونه د مثال په توګه د رسټورانت لپاره په کرایه ورکړي ؟ د یادونې وړ خبره ده چې په دې رسټوارنت کې ځینې فساد او ناروا کارونه تر سره کېږي .
ځواب
د شریعت دا فیصله ده چې کله په یوه کار کې حرمت نه وي تعین شوی نو هغه کار حلال او روا ګرځې ،نو بنا پردې سره هر هغه شي چې د دوه ډوله استعمال لپاره مناسب وي نو خرڅول ، په کرایه ورکول او داسې نور تصرفات په هغې کې روا دی او مسئوليت به یې یوازې د کارونکي په غاړه وي ؛ نو که په جایزو او حلالو کارونو کې یې و کاراوو نو روا ده او که په حرامو او ناروا کارونو کې یې و کاراوو نو ګناه به یې د همده په غاړه وي نه د مالک .
والله سبحانه وتعالی أعلم