یادګاري څلۍ جوړل او د ګمنامه سرتیري...

Egypt's Dar Al-Ifta

یادګاري څلۍ جوړل او د ګمنامه سرتیري یادګار جوړل

پوښتنه

د یادګاري څلي جوړلو او د ګمنامه سرتیري یادگار نصبولو په اړه د اسلام موقف څه دی؟

ځواب

په دنیا کې د شهیدانو درناوی کول، او کوم څه چې د "ګمنامه سرتیري یادګار" په نوم یادیږي جوړول شرعا مباح کار دی او دا د هغه نصوصو په عموم کې شامل دی چې د خدای جل جلاله په نزد د شهیدانو لوړه رتبه څرګنده وي. لکه د خدای تعالی په دې قول کې: ﴿وَمَنْ يُطِعِ اللهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا﴾ [النساء: 69]،  ژباړه:« څوك چي د الله او پېغمبر اطاعت وکړي، نو د هغو خلكو ملګري به وي چي الله پېرزوېنه پر کړې ده؛ يعني: پېغمبران، رښتیا ویونکي، شهيدان او صالحان. د هغو ملګرتيا څومره ښه ده چي چا ته په برخه شي.»، او دا كار شهيدان د ملت په وجدان کې د تل لپاره حاضر ساتي، تر څو د خلکو له حافظې څخه هیر نشي او د الله تعالی په نزد د هغوی لوړ منزلیت ورته څرګند شي،او ولس ته د هغه څه عظمت ور وښيي. چې دوى خپل هیواد لپاره کړي دي؛ ترڅو له هغوی سره د وفا اصل تقويت شي، او په هغو  نصوصو چې په قرآن کریم د دوی د اكرام او د دوي د ژوند په دوام د اقرار ، او د دوی د روح له شهادت سره د تل پاتې کیدو په اړه راغلي عمل وشي. الله تعالی فرمایلي: ﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ۝ فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللهُ مِنْ فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ۝ يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ﴾، [آل عمران: 169-171]. ژباړه:« كوم كسان چي د الله په لار کې وژل شويدي، هغوى مړه مه ګڼئ، هغوی خو په حقيقت کې ژوندي دي، د خپل رب په وړاندي روزي مومي؛۝څه چي الله د خپلي لوريني له مخي هغو ته ورکړيدي، پر هغه خوښ او سوکاله دي؛ او پدې ډاډه دي چي كوم مؤمنان چي له هغو وروسته په نړۍ کې پاتي دي او لا تر اوسه پوري هلته نه دي رسېدلي، د هغو لپاره هم څه وېره او کړاو نشته. ۝هغوى د الله په لورينه او د هغه په مهربانۍ خوشحاله او سوکاله دي، او هغو ته څرګنده شوې ده چي الله د مؤمنانو اجر نه ضايع كوي.» [آل عمران: 169-171].

Share this:

Related Fatwas