د سهار په لمانځه کې قنوت ویل
پوښتنه
د سهار په لمانځه کې د قنوت په ویلو مواظبت څه حکم لري؟
ځواب
د سهار په لمانځه کې د قنوت په ویلو باندی مواظبت کول هغه څه دي چې ډیری فقهاوو، سلفو او خلفو دواړو پیروي کړي دی؛ او په یو حدیث راغلي چې یې انس بن مالک رضی الله عنه روایت کوي: «نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوه میاشت قنوت وویلې او په هغوی يې دعا وکړه بیا یې پریښوده، خو د سهار لمانځه کې یې تل قنوت ویلې تر هغې چې له دنیا یې رحلت وکړو» او دا حدیث د حفاظو یوې ډلې روایت کړی او صحیح یې بلل لکه څرنګه چې امام نووي رحمه الله او نورو ویلي، او دا حدیث شافعیانو او امام مالکیانو له خپل په مشهور روایت کې اخیستی دی؛ نو د دوی په نزد په سهار کې قنوت مطلقا مستحب دی، او هغه روایتونه چې د قنوت د نسخ او ورڅخه د نهې په اړه راغلي هغه یې په دې حمل کړی چې متروک هغه قنوت دی چې په معینو قومونو باندی دعا وه، نه مطلق قنوت.
نو څوک چې په سهار لمونځ قنوت وایې د مجتهدینو متبعینو امامانو څخه د یو تقلید کوي کوم چې مونږ یې په پیروی باندې د خدای جل جلاله په دې قول کې امر شوي یو: ﴿فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [النحل: 43]، ژباړه:« نو له با خبرو(پوهانو) خلكو څخه پوښتنه وکړئ، كه تاسې په خپله نه پوهېږئ،»
او د مسجدونو په امامانو لازمه ده چې هغه څه مراعت کړي په کوم څه چې په مساجدو او هیوادنو کې عمل جاري وي.