په ټولنیزو رسنیو کې د خپل شخصي ژوند...

Egypt's Dar Al-Ifta

په ټولنیزو رسنیو کې د خپل شخصي ژوند جزئیات خپرول

پوښتنه

په ټولنیزو رسنیو کې د ځینې خلکو له لوری د خپل شخصي ژوند جزئیات خپرول څه حکم لري؟

ځواب

د «یوټوبرانو» له لوري د خپل او خپلې کورنۍ د شخصي ژوند د جزیاتو په اړه ویډیو کلیپونه نشرول او خپرول ترڅو د دوی لیدونکي زیات شي: که دا د داسې څه په اړه وي چې د نورو خبریدل پرې د عرف له لحاظه عیب وي او بد ګڼل کیږي لکه نامحرمه او داسې نور؛ نو خپرول یې د اسلامي شریعت له مخې جواز نه لري او د قانون له مخې جرم بلل کیږي. ځکه چې دا په ټولنه کې فحشا خپروي یا په  ټولنه زیاتی دی.

او که چیرې د داسې څه په اړه وي چې د نورو خبریدل یې صحیح دي او خپريدل یې د ښه مقصد لپاره وي- لکه د یوې چارې په اړه سر ګذشت او تجربه وړاندې کول او یا د یو نیک عمل په اړه لارښونه کول نو شرعا هیڅ مانع نلري، خو چې پکې د ټولینې دودونو او عرف ته مقید پاتې شي او دا چې خپروونکې د څه په اړه چې خبرې کوي او دخلکو په منځ کې یې خپروي متخصص وي.

Share this:

Related Fatwas