دا مقوله چې: "د مصر ځمکه مبارکه ځمک...

Egypt's Dar Al-Ifta

دا مقوله چې: "د مصر ځمکه مبارکه ځمکه او مصر د هیوادونو مور ده"

پوښتنه

دا وینا څومره ریښتیا ده چې: "د مصر ځمکه مبارکه ځمکه ده او دا د هیواد مور ده"

ځواب

مصر په "أم الدنيا"،  د (نړۍ مور) یا  په "أم البلاد وغوث العباد"؛ "د هیواد مور او د خلکو مرستندوی" نومول شوی. او دا نوم د الله نبی نوح علیه السلام پرې اېښی دی. ابن عبد الحکم په "فتوح مصر والمغرب"  (۲۷ مخ) کې له عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت کړی دی چې: نوح علیه السلام خپل زوی ته کله یې چې د هغه دعوت قبول کړ وویل: ((اې خدايه، زما دعوت یې قبول کړ؛ نو په هغه او اولاده که يې برکت واچوه او په هغه مبارکه خاوره کې یې میشت که چې د هیوادونو مور ده او د بندګانو مرستندویه ده، هغه چې سيند يې د نړۍ تر ټولو غوره سيند دی. او په هغه کې غوره برکتونه ځای پر ځای کړه او ځمکه د هغه او د هغه د اولادونو لپاره مسخره کړه او د دوی لپاره یې تابع کړه او په هغې باندې دوی قوت ورکړه) اهـ

دا اثر يو شمير  علماوو په خپلو کتابونو کې ذکر کړی او د مصر د فضیلتونو په بيان کې یې د دليل په توګه راوړی، لکه: الحافظ الکندي په ""فضائل مصر المحروسة"، کې، تاریخ پوه علامه البکري. په "المسالک والممالکات" کې، علامه مورخ ابن تغري بردي په "النجوم الزاهرة" کې، او حافظ السیوطي په "حسن المحاضرة " کې او المقريزي په " المواعظ والاعتبار" کې. ،" او داسی نورو.

Share this:

Related Fatwas