واجب وصيت
پوښتنه
د واجب وصيت شرعي حکم څه دی؟
ځواب
ځواب:
واجب وصیت هغه برخه ده چې د میراث له مال څخه د مستحقینو لپار د وصیت په توګه د قانون په الزام جلا کیږي، که د وارثانو خوښه وي او که نه وي، او دا د هغه وارث د ماشومانو لپاره وي چې دا وارث د خپل اصل یا پلار په ژوندنې مړ شوي وي، او دا وصیت د میراث له تقسیم څخه د مخه لازم دی.
او د قانون له لوري د واجب وصیت په لازمي کولو کې شرعا کومه مانع نشته؛ او دا کار ځینې تابعینو او مجتهدینو فقهاوو تایید کړی، چې د هغې جملي څخه امام طبري او ابن حزم او داود دي، او دوی د اللهﷻ په دې قول استدلال کړی:﴿كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ﴾ [البقرة: 180]،ژباړه:« پر تاسي باندي فرض کړاى شوې ده: كله چي ستاسي څخه د كوم يوه د مرګ وخت رانژدې شي او هغه له ځانه وروسته مال پرېږدي؛ نو مور، پلار او خپلو خپلوانو ته دي په مناسبه توګه وصيت وکړي، دا پر پرهېزګارانو حق دى» په دې بنا چې دا آیت محکم دی او منسوخ نه دی.
او په دې کې شرعا کومه مانع نشته که قانون خلک په داسې څه باندې مکلف کړي چې په هغه کې قربت، صله رحمی او داسې مصلحت وي چې په شرعي نصوصو کې یې منع نه وي شوې او بلکه تایید کړی وي.