د الله سبحانه وتعالی د دې قول مراد: ﴿وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ﴾[النساء: 83]
پوښتنه
د الله تعالی له قول دې څخه مراد څه دی: ﴿وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ﴾ [النساء: 83]؟ ژباړه: «په داسي حال کي چي كه دوى هغه (خبر) پېغمبر او د خپلي ډلي مسئولو كسانو ته ورسوي، نو پر هغه به داسي ډول خلك وپوهیږي چي د دوى په منځ کې د دې خبري صلاحیت لري چي له هغې څخه سمه نتيجه واخيستلى شي».
ځواب
الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ﴾ [النساء: 83]؟ ژباړه: «په داسي حال کي چي كه دوى هغه (خبر) پېغمبر او د خپلي ډلي مسئولو كسانو(چارواکو) ته ورسوي، نو پر هغه به داسي ډول خلك وپوهیږي چي د دوى په منځ کې د دې خبري صلاحیت لري چي له هغې څخه سمه نتيجه واخيستلى شي».
مسېولین او د امر خاوندان: هغوی علماء او څارواکي دي.
علماء ځکه چې: دوی په شرعي احکام د پوهیدو او په عمل او ګفتار کې د پلي کولو سرچینې دي.
قاضي ابوبکر بن العربی په "احکام القرآن" کې وایي(1/ 472): [زما په نزد صحيح دا ده چې: دوی واکمنان او علماء دواړه دي؛چارواکي ځكه چې: په اصل كې امر له هغوى څخه دى او حكم او قضاوت د دوى وي. او علماء ځکه چې: د هغوی څخه پوښتنه په خلکو واجب ده، او ځواب يې لازم او د هغوی د فتوا اطاعت هم واجب دی.] اهـ.