د دې جمله ویل: "ربنا افتکره" ( هغه...

Egypt's Dar Al-Ifta

د دې جمله ویل: "ربنا افتکره" ( هغه زمونږ رب په یاد کړ)

پوښتنه

که څوک د يو شخص د مرګ په وخت کي ووایې:(هغه زمونږ رب په یاد کړ) څه حکم لري؟

ځواب

هغه کومه جمله چې د مصریانو د ژبو په سر خپره ده، چې کله د دوی څخه د یو داسې شخص په اړه پوښتنه وشي چې هغه وفات شوی وې او پوښتنه کوونکی د هغه د مړینې څخه خبر نه وي: نو دوی وایي " هغه زمونږ د رب یاد شو"؛ تر څو د اورېدونکي ذهن ته سمدستي راشي، پرته له کوم قرینې او وضاحت، چې د چا په اړه یې چې پوښتنه کړې هغه کس مړ شوی او د خدای تعالی په رحمت تللی دی، او شرعا د دې په  ویلو كې هيڅ حرج نشته او د  دې جملې لغوي ظاهری بڼې په کتلو  د هغې د معنا په تفسير كې غلط فهمي كول چې الله سبحانه وتعالى ته د هیرې سبق منسوبول دي جواز نه لري، په داسې حال چې د الله سبحانه وتعالی شان له هغی څخه پاک او بري دی، بلکه لازمه ده په مجازی عرفی بهتره معنی حمل شي، چې هغه د رحمت په معنی ده. د مصريانو دا قول د دوی د دې هيلې معنی څرګنده وي، چې مرحوم به له مرګ وروسته چې هیڅ څوک ترې خلاصۍ نه لري د دې دنيا له سختیو څخه بهر او د خدایﷻ د رحمت آسانیو او پراخیو ته داخلیږي، او همدارنګه دا معنی هم په کې شامله ده چې مرګ په خپله د مؤمن لپاره د دنيا له مصيبتونو او کړاوونو څخه د خلاصون لاره ده، او دا ټولې ښې معناګانې دي، چې په شرعي نصوصو کې راغلي دي او یو مصري شخصیت یې نمایندګې کوي.

Share this:

Related Fatwas