هغه پاتې شوني چې د هوټل کارکونکي مو...

Egypt's Dar Al-Ifta

هغه پاتې شوني چې د هوټل کارکونکي موندلي

پوښتنه

د هغو پاتې شونو حکم څه دی چې د هوټل کارکونکو موندلي وي؟

ځواب

په شریعت کې دا ښکاره او څرګنده ده چې د مال ساتنه او  دهغه نه ضايع کول او نه تلف کول د اسلامي شريعت له مقاصدو څخه دی، خو مال کله کیدای شي له مالک څخه یې نادرکه شي یا ورڅخه ورک شي او بل څوک یې ومومي، کوم چې د «الُلقطة»(موندل شوي)،په نوم یادیږي، او په شریعت کې دا واضحه ده چې د مال له خاوند څخه په ورکیدلو د خاوند له ملکیت څخه نه بهر کیږی، او شریعت د موندل شوی مال د  اخیستلو اجازه د هغې خاوند ته د لاسرسی د آسانتیا په موخه ورکړې ده، او خاوند ته یې د اموالو د رسولو طریقې په دې برخه کې د قوانینو او عرفونو له مخې توپیر کوي، او په اوسنی عصر کې موندل شوي شیان د پولیسو مرکزو ته سپارل کیږی که خاوند ته یې لاسرسی ستونزمن وي؛ او همدارنګه د هوټل کارکوونکي باید هغه څه یې چې په  خونو کې یې موندلی وي، که هغه ارزښتناک وي یا کم ارزښته وي، د هوټل ادارې ته وسپاري ترڅو هغوی د دې مالکانو ته د بیرته ستنولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

Share this:

Related Fatwas