الکترونیکي رسنۍ
پوښتنه
د ترهګرۍ افراطیت په خپراوي کې د ټولنیزو رسنیو د پاڼو رول څه دی؟
ځواب
انټرنټ د افراطي سازمانونو او ډلو لپاره د رسنیو د فعال رول په ترسره کولو او په نظامي او امنیتي ډګر کې د پرله پسې ماتې وروسته د مقابلې لپاره یو اساسی او په عین حال کې منطقي انتخاب ګڼل کیږي. او ابو مصعب السوری خپل کتاب "دعوة المقاومة الإسلامية " دې ستونزي ته وار دمخه اشاره کړي، د بدیلې ستراتیژیو د موندلو په اړتیا یې ټینګار کړی، هغه په نومړي کتاب کې د مستقيم سربازګیری د عملياتو د ناکامۍ له اعتراف او د «انفرادي جهاد» په لور د مخ کولو د دلايلو له يادولو وروسته ويلي: " د نړیوال امنیتي برید او د سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ په شتون کې د پټو تنظیمونو د عملیاتو طریقه ناکامه شوه، او پټ سازمانونو د امت ټولو هغه ځوانان په جذبولو ګې چې غواړي د جهاد او مقاومت د فریضې په ادا کولو کې د یو عمل په ترسره کولو سره برخه واخلي پرته له دې چې مجبوره وي چې په مرکزي سازمان پورې د تړاو پایلي ومني، پاتي راغلي دي او د دښمن د شتون پراخوالي، د اهدافو تنوع او په ډیرو سیمو کې د هغه شتون، د جګړې د جبهو جوړول ستونزمن کړي دي او همدا راز د مرکز سازمانونو تاسیس مشکل کار دی،
او د دښمن لخوا د هوایی کنترول د ستراتیژۍ د ویجاړونکو توغندیو بمبارۍ کارول او د سپوږمکیو لخوا لارښود شوي هوایی بریدونه چې ځمکه کنټروله وي او حتی چې د لوړې ټیکنالوژۍ په مټ د ځمکې لاندې چې څه وي هم لیدلی شي د دې ټولو نتیجه دا شوی چې د دښمن سره د ثابتې مقابلې او د محاذونو مفکوره له منځه ولاړه شي، او دا هغه څه دي چې باید اعتراف په وشي او مقابله باید د هغې پراساس پلان شي".
له همدې امله الکترونیکي رسنۍ د دې افراطي سازمانونو بقا او د هغوی د ایډیالوژۍ د خپریدو د ژوندي پاتي کیدو لار ده او د یو شمیر افراطیانو سربازګیري د هغوی د ګواښ او عملیاتو د بقا تضمین وي.