حديث "تفترق أمتي" ژباړه« زما امت په ډلو ويشل کیږي »
پوښتنه
آیا دا حدیث چې "زما امت په ډلو ویشل کیږي" دا په ګوته کوي چې د -ناجي- فرقی پرته نورې ټولې فرقې چې ویل شوي دوزخ کې به وي، آیا دا پدې معنی ده چې دوی کافر دي؟
ځواب
دا حدیث په ډیرو طریقو روایت شوی چې یو بل قوي کوي، نو له همدی امله یوه مجموعه امامانو د دي حدیث په صحت تصریح کړې او ځینو یې حتی د معنوي تواتر مرتبی ته رسولی.
خو ځینو تکفیر خوښوونکو د حدیث ظاهري معنا اخیستې ده. او د ټولو هغه کسانو تکفیر یې کړی چې د عقیدې په ځینو مسایلو کې اختلاف لري، او بلکه ځینو یې حتی د هغو کسانو تکفیر هم کړی چې په فروعو کې اختلاف لري!
او په حقیقت د دې فرقو په اړه اساسي اصل دا دی چې دوی د امة الاجابه څخه دي یعنی اسلام یې منلی او د امت برخه دی، او په ځینې مسایلو کې مخالفت د هغوی د کفر تقاضا نه کوی، خو دوی له عذاب سره مخ کوی لکه نور ګناهونه، لکه څنګه چې معلومه ده، او د «كلهم في النار»: "دوی ټول به په اور(دوزخ) کې وي" معنی دا ده: دوی به هر یو د خپلې وړتیا او عمل په برابر اور ته داخل شي، ځکه چې دوی داسی څه کړي چې دوی اور ته داخلوي،او سربیره په دې ځینو شرعي علماوو ویلي چې الله تعالی که وغواړي دوی څخه یوې ته به هم هیڅکله عذاب ورنه کړي.
او دا لفظ «زما امت به په دري اویا فرقو وویشل شي، چې ټول به یې په دوزخ کې وي»، په دې دلالت کوي چې دا ټولې فرقې له دین څخه بهر نه دي؛ ځکه چې رسول اللهﷺ دوی ټولې د خپل امت برخه ګڼلي دی، او په دې دا هم دلالت کوي چې تاویل کوونکی له امت څخه نه بهر کیږي که څه هم هغه په خپل تاویل کې غلط شي. او دا قول : "پرته له یوې فرقی څخه." په دې معنا: هغوی هدایت موندون کي دي چې زما په سنتو او له ما څخه وروسته د خلفاء راشدینو په سنتو منګلې ښخې کړي، دوی د علم او فقهې خاوندان دي چې په هره کوچنی او غټه کې د رسول الله ﷺ د آثارو د پیروی لپاره سره راټول شوي دي، او په تحریف او تغییر سره ورڅخه لیرې شوي نه دي، او د امت د ویش څخه مراد د دوی ویش په اصولو او عقایدو کې دی، نه په څانګو او عملي برخه کې.