تكفير قضايي حکم دی
پوښتنه
ولې تکفیر قضايي حکم وه؟
ځواب
تکفیر(په کفر تورنول) یو قضایی حکم دی؛ ځکه چې په تکفیر حکم کول داسي حکم دی، چې پې د اموالو، د وینو د مصونیت، د حقوقو د ساتنې او د اسلام د حرمت په اړه چارې مرتب کیږي.
دا کومه ساده خبره نه ده، بلکې دا یوه لویه پیښه او لویه فتنه ده، چې په ټوله کې د خلکو او ټولنې امنیت له ګواښ سره مخ کوي. او دا ځکه چې غیر قضایي ارګانونه د دې وړتیا نلري، چې د تکفیر د شرطونو پوره کیدل یا نه پوره کیدل او د دوی د باطل والي د تصدیق کولو لپاره اجراءات ترسره کړي. ځکه چې دوی تحقیقاتي ارګانونه ندي او د تحقیقاتو اسباب او مهارتونه نلري چې دوی ته دا وړتیا ورکړي چې پدې جدي او خطرناکې مسله کې تحقیق وکړي؛ او یوازې قضایي ارګانونه ته د حاکم لخوا دا واک ورکړل شوی، چې په داسې قضیو کې غور او پریکړې وکړي، نو قاضي په خپل حکم کې د ملت استازی دی، له همدې امله، هغه باید دا دنده ترسره کړي، چې د وینې مصونیت او حقوقو ساتنه وکړي او د ضایع کیدو مخنیوی یې وکړي، او ټولنه د تیری کونکو له فتنې او په ځمکه کې په ناحقه له فساد کونکو څخه وساتي، او دا کار د ټولنې له بی فایدې امورو کې له تم کیدو ، او په ګډوډۍ او بې اتفاقۍ کې له لویدو څخه ژغوري.