لمونځ ځنډول

Egypt's Dar Al-Ifta

لمونځ ځنډول

پوښتنه

د عشاء(ماسختن) لمونځ تر نيمې شپې پورې ځنډول څه حکم لري؟

ځواب

 له رسول الله صلی الله علیه وسلم، څخه په ثابتو احادیثو کې راغلي دي، چې د ماسختن لمونځ د ماسختن له لومړي وخت څخه د شپې تر دریمې برخي یا نیمې شپي پورې ځنډول فضیلت لري، له هغو احادیثو څخه یو له زید بن خالد الجهني رضي الله عنه څخه امام ترمذي روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمَّتِي لَأمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ، وَلأخَّرْتُ صَلَاةَ الْعِشَاءِ إِلَى ثُلُثِ اللَّيْلِ».

ژباړه: "که چیري زما په امت سختي  نه راتلی نو ما به ورته په هر لمانځه کې د مسواک وهلو  امر کړی وای، او د ماسختن لمونځ به مې  د شپې تر دریمې برخې پورې ځنډولې وی".

دا د هغه چا لپاره دی چې په کور د جماعت د آذان او اقامت د وختونو په پام کې نیول سره لمونځ کوي، او په خپل ځان باوري وي چې که لمونځ ځنډوي نو خوب او سستۍ نه پرې غالبه کيږي، او  که څوک باوري نه او ویریږي چې خوب او سستي به پري غالبه شي نو بیا هغه ته واجب ده چي په لمونځ ادا کولو کې تلوار وکړي، او په لومړي وخت یې ادا کړي.

Share this:

Related Fatwas