داسې ډلې جوړول چي د عمومې نظم ضد او...

Egypt's Dar Al-Ifta

داسې ډلې جوړول چي د عمومې نظم ضد او د دولت سره دښمني ته بلنه کوي

پوښتنه

آیا د داسې ډلو جوړول روا دي چې د عمومې نظم مخالف وي او له دولت سره دښمنۍ ته بلنه ورکوي؟                                                   

ځواب

ځواب:

  د داسې ډلو جوړول چې د نظم ضد وي او د دولت سره دښمنئ ته بلنه ورکوي جواز نه لري، او دا اسلامي قاعده ده، ځکه چې پای کې دې ویره اچونې او په ځمکه فساد رامنځته کیدو، او د خلکو په زړونو کې د اندیښنې او  ویرې د روحیې، کرکې او نفاق د خپریدو او د امن او ثبات له منځه وړلو سبب کرځي، او دا د سپیڅلي شریعت د هغو مقاصدو ضایع کول دي نبی کریمﷻ یې لپاره مبعوث شوي دی،او الله ﷻ فرمايي: ﴿لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا(60) مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا﴾ [الأحزاب: 60-61]، ژباړه: "كه منافقان او هغه خلك چي په زړونو کي یې فساد دى او هغه كسان چي په مدينه کي د احساس پاروونكو افواهاتو خپروونكي دي، له خپلو حركتونو څخه لاس وانخلي، نو موږ به د هغو پر خلاف د مبارزې لپاره تا را پاڅوو، بيا به هغوی په دې ښار کي په ډېره مشكله توګه ستا تر څنګ و اوسېداى شي"،(60) "پر هغو به له هري خوا د لعنت ورښت وي، هر چيري چي وموندل شي وبه نيول شي او په بده توګه به ووژل شي"، او دولت د نبوي سنتو په اصطلاح حقیقی جماعت دی او د نورو ډلو جوړل چې د دولت مخالفي وي د سنتو وڅخه عدول دی او په دې اړه رسول اللهﷺ فرمایلي دي: «...يَدُ اللَّهِ مَعَ الجَمَاعَةِ، وَمَنْ شَذَّ شَذَّ إِلَى النَّارِ» [رواه الترمذي]، ژباړه: "دالله نصرت همیشه جماعت سره دی او چاچي د مسلمانانو جماعت نه جدايي اعلان کړه هغه به په اور کي تنها وي"،

او خلک باید په نیکۍ او تقوی کې همکاري وکړي، او له ګناه او تیري څخه لاس په سر شي او د اطاعت پري نه دې، او هغو دعواګانو پښې ولاړ نه شې چې د مغرضه ګناهکارانو لخوا خپریږي.

Share this:

Related Fatwas