مقوله ( په سياست کې دين نشته او په دين کې سياست نشته)
پوښتنه
آيا دا مقوله چې ( په سياست کې دين نشته او په دين کې سياست نشته) صحيح ده؟
ځواب
که چېرې د حزبي سياسي کار په اړه خبره کوو نو دا خبره سمه ده، سياسي ګوندونه بايد ديني شعارونه د خپلو رقابتي برنامو څخه لرې کړي په کومو چې ځان د نورو ګوندونو څخه ځانګړى کوي او که داسې ونه کړي د الله تعالى په دين باندې يو ډول تجارت ترې جوړېږي. او نورو ګوندونو ته تهمت دى، او د ټولنې د اقشارو ترمنځ د فتنې ادعا ده، او دا هغه څه دي چې د افراطي ګوندونو لپاره پيښ شوي کوم چې په سياسي ژوند کې بوخت دي، ديني عالم بايد د سياست څخه په ګوندي مانا لرې اوسي چې د ټولو خواوو مورد اعتماد پاتې شي، چې کار وکړي او خلکو ته په مختلفو برخو کې ستر ارزښتونه ور زده کړي چې د يو شرعي عالم په توګه اميد لرونکي ګټې تر لاسه کړي.
په عامې مانا سره د سياست څخه مقصد د هېواد او خلکو امورو او کارونو ته د هېواد څخه دننه او بيرون رسيده ګي کول دي او په دې مانا د دين څخه يې جلا کول روا نه دي او دين ورسره په همغږی د يو هدف د لاسته راوړلو لپاره کار کوي.
لکه څنګه چې د شريعت اساسات د سياست په دې مانا تمثيل کوي نو د هغي څخه تجاوز کول روا نه دي، هغه كه چېري تشريعي عمل او قانوني کار وي يا ټولنېز او يا د دې دواړو څخه پرته کوم بل څه وي.