د ترهګرو دپاره الله تعالی جزا

Egypt's Dar Al-Ifta

د ترهګرو دپاره الله تعالی جزا

پوښتنه

د ترهګرو او ویره اچونکو لپاره د الله سبحانه وتعالی جزا څه ده؟

ځواب

الله تعالی فرمایي: ﴿لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا (60) مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا (61) سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا﴾ [الأحزاب: 60- 63].

ژباړه: " كه منافقان او هغه خلك چي په زړونو کي یې فساد دى او هغه كسان چي په مدينه کي د احساس پاروونكو افواهاتو خپروونكي دي، له خپلو حركتونو څخه لاس وانخلي، نو مونږ به د هغو پر خلاف د مبارزې لپاره تا را پاڅوو، بيا به هغوی په دې ښار کي په ډېره مشكله توګه ستا تر څنګ و اوسېداى شي." (60) " پر هغو به له هري خوا د لعنت ورښت وي، هر چيري چي وموندل شي وبه نيول شي او په بده توګه به ووژل شي." (61) " دا د لله ګړنلاره ده چې د دغسې خلکو په باب کې له پخوا څخه را روانه ده، او ته به د الله په ګړنلاره کې هیڅ تبدیلي ونه مومې »(62)

مفسرین وایې «مرجفین» هغه څوک دي چې خلک ویروي او د خلکو ترمنځ په ناحقه توګه دهشت او ډار خپروي او دا د خپلو خاصو ناوړه موخو لپاره ترسره کوي،او په آیت الله تعالی د دوی دپاره د توبي نکولو او د دې بدو اعمالو د نه پريښودلو په صورت جزا ګانې ذکر کوي .

لمړنۍ جزا د دوی رسوا کول دي؛ چې « لنُغْرِيَنَّكَ » یې د یوې معناګانو څخه ده ، دویمه جزا د دوی نفی کول او شړل دي له هغې ټولنې څخه چې ژوند په کې کوي، دریمه: جزا لعنت دی چې د الله جل جلاله له رحمت څخه لیرې کیدل دي، څلورمه: د هغوی وژل دي چې وسله پورته کوي؛ او دا دوی په مقابل د جهاد امر دی او بیا الله سبحانه وتعالی بیان وي چې دا جزاګاني  په امتونو کې د دوی په شان خلکو ته دا الله جل جلاله هغه تګلاره ده چې تبدیل او نسخه په کې نه کیږي.

Share this:

Related Fatwas